«د زغرو او کونځلو د حاصلاتو زیاتوالي»؛ فاریاب کې د ورځې درې تر څلور ټنه تېل تولیدیږي

mail-admin
Sat, Dec 19 2020 11:25 AM
«د زغرو او کونځلو د حاصلاتو زیاتوالي»؛ فاریاب کې د ورځې درې تر څلور ټنه تېل تولیدیږي


دهقان (بزګر) اوونیزه
راپور: درخشان صدیقي
ژباړه: جمعه ګل اشرفي
د فاریاب ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دزغرو او کونځلو د حاصلاتو په زیاتېدو سره، د حاصلاتو په موسم کې د بازار اړتیا ته په کتو د فاریاب ولایت د زغرو او کونځلو له تېلي نباتاتو څخه د ورځې درې تر څلور ټنه غوړي تولید او بازار ته وړاندې کیږي. یاد چارواکي وایي، چې د زغرو او کونځلو د پروسس د ماشینونو د تولید وړتیا د ورځې لس ټنه ده، خو یاد ماشینونه د بازار اړتیا ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه د زغرو او کونځلو غوړي تولیدوي.
په داسې حال کې، چې دکرنې وزارت د احصایې شمېرې ښیي، چې تېرکال د فاریاب ولایت په یوزر او ۶۴۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې او په دوه زره او ۴۷۰ هکټاره ځمکه کې زغر کرل شوې وه او په ترتیب سره د فاریاب له کروندو څخه تېرکال یوزر او ۹۶۸ ټنه کونځلې او یوزر او ۹۱۵ ټنه زغر تر لاسه شوې وه، خو د فاریاب دکرنې ریاست چارواکي په خپل ولایت کې د یادو محصولاتو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي.
د فاریاب ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د زغرو او کونځلو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده. دوی د زیاتوالي کچه لس سلنه اټکلوي.
د فاریاب د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دوی داشمېرې له تولیدوونکو او د تېلي نباتاتو له پروسس کوونکو څخه د خبرو اترو او مشاهداتو پر اساس اټکل کړي او راپور ورکوي.
د فاریاب د کرنیزو چارو آمر نوراحمد نور وایي: «د اټکل له مخې سږکال څه باندې پنځه زره ټنه زغر او کونځلې راټول شوي دي، چې په کې څه باندې دوه زره او ۷۰۰ ټنه کونځلې او نږدې دوه زره او ۶۰۰ ټنه زغر شامل دي، چې د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.»
د فاریاب ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، سږکال ددې ولایت په شاوخوا دوه زره او ۷۴۰ هکټاره ځمکه کې زغر او په نږدې دوه زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې.  دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د احصایي د شمېرو له مخې تېرکال د فاریاب ولایت په دوه زره او ۷۳۵ هکټاره ځمکه زغر کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه یوزر او ۹۱۵ مټریک ټنه زغر ترلاسه شوې وه.
دغه راز د وزارت د احصایې د شمېرو پر بنسټ، تېرکال د فایاب په یوزر او ۶۴۰ هکټآره ځمکه کونځلې کرل شوې وې، چې له دغو کرندو څخه یوزر او ۹۶۸ ټنه حاصل ترلاسه شوه.
د فاریاب ولایت دکرنیزو چارو آمر زیاته کړه، چې د فاریاب ولایت د زغرو او کونځلو د پروسس ماشینونه د تولید په موسم کې د ورځې د زغرو او کونځلو د لس ټنه غوړیو د تولید وړتیا لري، خو د مارکېټ غوښتنې ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه غوړي تولیدوي. د هغه په خبره په دې ولایت کې د زغرو او کونځلو تولید او پروسس په دوه بڼه ترسره کیږي: دودیزه بڼه د څارویو له قوې څخه په استفادې او له مدرنو ماشینونو په استفادې صنعتي بڼه.  د فاریاب د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد ریاست د بزګرانو د هڅونې په پار سږکال په څلور جریبه ځمکه کې د تېلي نباتاتو زغر او کونځلو ننداریزې کروندې هم جوړې کړي دي. دغه راز یاد ریاست د یادو تېلي نباتاتو د کرکېلي د لارچارو په هکله ۱۱۳ ځمکوال هم روزلي دي، ترڅو په دې برخه کې اړین مهارتونه ترلاسه او په راتلونکې کلونو کې ښه کیفیت لرونکي او ډېر حاصلات تر لاسه کړي. باید وویل شي، چې له تېلي نباتاتو لکه زغر او کونځلو خالص تولید شوي غوړي، د بازاري غوړیو په پرتله ښه کیفیت لري. دغه راز یاد غوړي د وارداتي غوړیو په پرتله ډېر صحي غوړي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS