لومړي ځل لپاره، د یوې مېرمنې له خوا په دایکندي کې د الوویرا کرکېله

mail-admin
برای نخستین‌بار، گیاه آلویه‌ورا توسط یک زن در دایکندی کشت شد


۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹
د دایکندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره د نیلي ښار د ښځو شورا رییسې جمیله سلطانې له خوا په دې ولایت کې د الوویرا طبي بوتې د کرکېلي تجربه ترسره شوې ده.
مېرمن سلطاني له کابل څخه د الوویرا بزغلي وړې وه او په هغه شنه خونه کې، چې دا یې په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده کرلي دي. د دایکندي د کرنې ریاست هم د مېرمن سلطاني د هڅوونې په پار ورته یوه شنه خونه جوړه کړې ده.
د دایکندي دکرنې ریاست وایي، چې دایکندي د الوویرا کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري.