د ممپلیو کر؛ د هلمندي کروندګرو لېوالتیا ورته زیاته شوې

content_admin
Sat, Oct 10 2020 1:54 PM
د ممپلیو کر؛ د هلمندي کروندګرو لېوالتیا ورته زیاته شوې
۱۹ تله ۱۳۹۹
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو « ځمکنی بادام » کروندې ډېرې شوي او ممپلیو کرکېلي ته د هلمند د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي «د هلمند خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده، په همدې موخه ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او یوشمېر نورو ولسوالیو کې د ممپلیو کرکېله زیاته شوې ده.»
د ښاغلي الکو په خبره ددې ولایت په پنځه زره او ۷۲۷هکټاره ځمکه ممپلۍ کرل شوي، او اوس یې د حاصل ټولولو موسم دی، چې ټولیز محصول به یې ۲۵ زره او ۱۲۸ مټریک ټنو ته ورسیږي. ممپلي، چې د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یې کرکېله مخ پر وده روانه ده. زلمی الکو وایي، ممپلیو ارزښت ته په کتو غواړي، چې په دې ولایت کې د ممپلیو کرکېله دود کړي، چې له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
ځمکنی بادام یا ممپلي هغه خوندور مغزدي، چې ډېر زیات مینه وال لري. ممپلي نه يوازې خوندور خوراکي توکي دي، بلکه ډیرې نورې ګټې هم لري. ممپلي د سرطان په مخنیوي کې ګټور خواړه دي، همداراز د هډوکو ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده. ممپلي اعصاب پیاوړي کوي او حافظه ښه کوي، ممپلي د سږو لپاره خورا ګټور دي، په دې کې داسې طبیعي منرالونه شتون لري چې سږو ته قوت ورکوی.
دغه مغزي محصولات د نورو مغزي محصولاتو په پرتله په نړۍ کې یو په درېیمه برخه کرل کیږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS