پروان کې د نویو کرنیزو پروژو چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي

content_admin
Wed, Aug 26 2020 2:45 PM
کار پروژه‌های مدیریت محصولات زراعتی در پروان ۴۰ درصد پیش رفته است
 
۵ وږی ۱۳۹۹
د پروان په ولایت نږدې یوه میاشت مخکې دکرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې په اډاه کې د ۴۳۳ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې، چې تر دې دمه یې رغنیزې چارې نږدې ۴۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د پروان دکرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد په دې هلکه وایي: «د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د پروان ولایت په ټولو ولسوالیو کې ۴۳۳ کرنیزې پروژې پلي کیږي. په دغو پروژو کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه، ممیزخونې او د مېوو لپاره سړې خونې جوړول او دغه راز د مېوو او سبو وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي، چې چارې یې له ۳۵ تر ۴۵ سلنه بشپړ شوي دي.»
ددې ولایت تر کار لاندې پروژو کې ۱۵۲ ممیزخونې، د پیازو ۲۰۴ او د کچالو ۳۵ زېرمتونونه او د مېوو ۱۲ سړې خونې جوړول او دغه راز د مېوو او سبو ۳۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.
په همدې حال کې هغه بڼوال او بزګران، چې له یادو نویو پروژو څخه برخمن کیږي. د خپلو عوایدو زیاتوالي او محصولاتو د خوڅاکېدو د مخنیوي په پار خوښ دي او وایي، چې سږکال به د دوی محصولات په مناسب وقت او مناسبه بیه خرڅ شي.
د پروان ولایت د مرکز اړوند د لغماني د سیمې اوسدونکی محمدحنیف، چې دکرنې وزارت له خوا ورته ممیزخونه جوړیږي واي: «یو من انګور مو په ۱۰۰ افغانۍ خرڅول، اوس چې موږ ته ممیزخونه جوړیږي، کولای شوچې په مناسبه بیه یې خرڅ کړو، یو من ممیز په ۱۰۰۰ افغانۍ خرڅوو. مخکې مو له ۳۰۰ تاکونو څخه ۴۰ زره افغانۍ پیسې ګټل، اوس چې ممیزخونه راته جوړیږي، د خرڅلاو کچه به مو ۱۰۰ زره افغانیو ته ورسیږي.»
په ورته وخت کې د پروان ولایت د «توپ درې» د نواباد د کلي ملک حاجي نصرالله وایي، خلک دې ته ژمن دي، چې نوي کرنیزې پروژې په سمه توګه پلي کړي. هغه وویل: «دولت سره زموږ ژمنه داده، چې پروژې په سمه توګه پلي کړو، دغه پروژې د بڼوالو او بزګرانو د ژوند په بدلون کې ستر رول لري، ځکه چې بڼوال او بزګران بېوزلي دي، یادې پروژې کولای شي، چې له اقتصادي اړخه د دون ژوند بدل کړي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS