ارزګان کې د ۵۷ نویو کرنیزو پروژو چارې روانې دي

content_admin
Wed, Aug 26 2020 2:43 PM
ارزګان کې د ۵۷ نویو کرنیزو پروژو چارې روانې دي
۵ وږی ۱۳۹۹
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، چې د ۵۷ نویو کرنیزو پروژو چارې پیل شوې وې، رغنیزې چارې یې ۱۵ سلنه بشپړ شوي دي، چې په پلي کېدو سره یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د ارزګان ولایت دکرنې رییس احمدشاه خیري وویل، چې دغه پروژې د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ترڅنګ ددې ولایت په ولسوالیو کې هم پلي کیږي.
ښاغلی خیري وویل: «ارزګان کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې ۵۷ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې له دې ډلې د پیازو ۵۰ زېرمتونو نه، د کچالو پنځه زېرمتونونه او د مڼې لپاره دوه سارک سړې خونې دي، چې ددغو پروژو رغنیزې چارې ۱۵ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
د ارزګان د کرنې رییس وویل: «ارزګان کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې پلي کېدل ددې ترڅنګ، چې د ارزګان د بزګرانو او بڼوالو کرنیز توکي خوندي ساتي، ددې ولایت د کروندګرو او بڼوالو ستونزې راکموي، د عوایدو کچه یې زیاتوي او ترڅنګ یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.»
په همدې حال کې د ارزګان ولایت هغه بزګران، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې او زېرمتونونه جوړیږي، د کرنې وزارت له خوا ددغو سړوخونو او زېرمتونونو د جوړېدو هرکلۍ کوي او هیله مند دي، چې ددغو پروژو په جوړېدو سره کروندګر د مناسبو سړوخونو او زېرمتونونو خاوندان شي او د دوی د حاصلاتو د خوڅاکېدو او مالي زیانونو مخه ونیول شي.
د ارزګان ولایت د خېرو کاریز یو تن بزګر امان الله وایي: «زه د کرنې له وزارت څخه مننه کوم، چې بزګرانو سره مرسته کوي. زه د پیازو کروندې لرم او د کرنې وزارت له خوا راته د پیازو زېرمتون جوړیږي، ددې زېرمتون په جوړېدو سره به زما د پیازو د خرابېدو مخه ونیول شي او پیاز به مې په ښه بیه وپلورل شي.» امان الله وویل، چې یوازې دی نه بلکه ټول بزګران د پیازو او کچالو زېرمتونونو جوړولو ته خوښ دي، ځکه چې مخکې کلونونو کې د دوی نیم او یا درېیمه برخه پیاز خوڅا کېدل، سږکال په دې خوښ دي، چې دکرنې وزارت له خوا ورته سړې خونې او زېرمتونونه جوړیږي، چې د دوی محصولات به په کې خوندي شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ارزګان په ولایت کې ۵۷ پروژې پلي کوي، چې رغنیزې چارې یې روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS