د سمنګان د پستې سږنۍ حاصلات نږدې ۶۹ ټنو ته رسېدلې ده

mail-admin
Mon, Aug 24 2020 11:37 AM
حاصلات امسال پسته سمنگان به حدود ۶۹ تن رسیده است
 
۳ وږی ۱۳۹۹
د سمنګان ولایت په څه باندې ۴۲ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې د پستې بڼونه جوړ شوي دي. د پستې دغه کروندې، چې په طبیعي ډول او دکرنې وزارت له خوا اېښودل شوي د پستې ونې په کې شامل دي، سږنۍ حاصلات یې نږدې ۶۹ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د سمنګان ولایت د کرنې رییس محمدرحمن ارغندیوال وایي: «د سمنګان په ولایت کې دوه ډوله پستې (للمي او اوبیزې) شتون لري، چې تر بادغیس وروسته سمنګان د هېواد په کچه د پستې دویم تولیدوونکی ولایت دی او زموږ سږنۍ حاصلات ۶۹ مټریک ټنه ده.»
هغه زیاته کړه: «موږ هلې ځلې کوو چې د پستې کروندې پراخې او د پستې ډېر بڼونه جوړ کړو، ستر پروګرام مو په پام کې نیولی، چې د خوړونو تنظیم او د پستې د کرکېلي سیمو ته پراختیا ورکول دي؛ موږ د پستې ۱۶۰ زره نیالګي تولیدوو، چې د پستې د بڼونو سیمو ته پراختیا ورکړو.»
ښاغلی ارغندیوال وویل، په تېرو کلونو کې د خلکو له خوا د پستې ونې پرې کېدل، خو اوس مهال د ځنګلونو او د پستې د ونو د پرېکېدو مخه نیول شوې ده او د پستې کروندې هم په پراخېدو دي، موږ د حاصلاتو د ښه کېدو په پار ۱۶ زره او ۵۰۰ نیالګي پیوند کړي دي، چې د پستې د تولیداتو د زیاتوالي لامل شوی دی.
د سمنګان ولایت د ایبک د پیګتاش د سیمې یوتن بڼوال حاجي نورآغا، چې دکرنې وزارت په همکارۍ ورته بڼ جوړ شوی دی، وایي: «د پستې شپږ زره او ۳۰۰ نیالګي مو ایښې دي، تر دې مخکې مو غنم کرل خو حاصل یې ښه نه وو، د کرنې وزارت له موږ سره همکار دی او زما د بڼ د جوړولو نیمایي چارې یې پرخ وړي دي، په دې تمه یو چې په راتلونکې کې دغه بڼ ښه حاصل ورکړي، ځکه چې اوس نوی جوړه شوې ده.»
باید وویل شي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سمنګان په ولایت کې د پستې پنځه زره او ۲۰۰ هکټاره کروندې جوړې کړي دي. دغه راز د پستې د سیمو د پراختیا او د حاصلاتو د زیاتوالي په خاطر د شوراګانو له لارې هر کال پر بڼوالو د پستې ډېر شمېر نیالګي هم وېشي.

 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS