د لوی اختر په درشل کې د کانګو تبې د مخنیوي په پار یوشمېر ولایتونو کې کمپاین پیل شو

mail-admin
Wed, Jul 29 2020 3:28 PM
د لوی اختر په درشل کې د کانګو تبې د مخنیوي په پار یوشمېر ولایتونو کې کمپاین پیل شو
 
۸ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د مسلکي کارکوونکو له خوا د لوی اختر په درشل کې، په یوشمېر ولایتونو کې د کانګو تبې د مخنیوي په پار کمپاین پیل شوی دی.
د دې کمپاین په لړ کې به د څارویو خرڅلاو سیمې، مېله ځایونه، ګنجونه او د څارویو د اوسېدو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کیږي.
د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوي په موخه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول کیږي او له خلکو غوښتل کیږي، چې په لوی اختر کې د څارویو د حلالې په وخت مخنیوونکي تابیاوې ونیسي.
کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو له لارې انسانانو ته لېږدول کیږي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کیږي.
دا ناروغي په لومړیو کې د شیني، د حلالې یا له هغه وروسته له ککړې وینې او د څاروي له وړیو یا وېښتانو سره د تماس له لارې لېږدول کیږي

 

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS