هلمند کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې پلي کېدل پیل شو

user-admin
Wed, May 13 2020 5:11 PM
هلمند کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې پلي کېدل پیل شو


۲۴ غویی ۱۳۹۹
په هلمند ولایت کې هم د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې د پلي کېدو چارې پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې طرحې په اډانه کې ۱۵۰ ممیزخونې او د پیازو ۵۰ زېرمتونونه جوړ او پر یوشمېر بزګرانو د سبو او مېوو ۳۰ وچوونکي دستګاوې ووېشل شي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې هلمند لپاره ۱۵۰ ممیزخونې او د پیازو ۵۰ زېرمتونونه جوړیږي او ترڅنګ یې پر یوشمېر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۳۰ وچوونکي دستګاوې هم وېشل کیږي.
 ښاغلی الکو وویل، چې هلمند کې له غنمو او وريجو وروسته انګور، پیاز او رومي بانجان په عاجلو خوراکي موادو کې شمېرل کيږي، چې پخوا يې ساتنه نه کېده او بزګرانو به په ډېره ټېټه بیه په سوداګرو پلورل، چې وروسته به د نورو ادرسونو له لوري په بازار کې په لوړه بيه وړاندې کېدل.
د هلمند د کرنې رییس وویل، چې ددې پروژو په تطبيق سره به مستقيماً بزګران برخمن شي او همداراز په بازار کې به هر مهال سبو او مېوو ته لاسرسی ولرو.
د زلمی الکو په وینا د یادو پروژو په پیل کېدو سره به ۱۸۴۰ کسانو ته په مستقيم او شاوخوا څلور زره کسانو ته په غيرمستقيم ډول  د کاري زمينې برابریږي.
په همدې حال کې د هلمند والي وویل، چې د دې ولايت اقليم او ځمکه کرنې او مالدارۍ ته ښه مساعده ده؛ په همدې موخه په کرنيز سکتور کې د ولسمشر  پاملرنه هم دې ولايت ته زياته شوې او له همدې امله یې د ولسمشر، کرنې وزارت او اړونده چارواکو څخه مننه او قدرداني وکړه.
هغه وویل، چې یادې پروژې هلمند ولایت لپاره بنسټیز او حیاتي ارزښت لري او چارې یې د کلیوالي شوراګانو له لارې په پوره روڼتیا سره پر مخ وړل کیږي. د هلمند والي وویل، ولسونه حق لري، چې د پروژو د ښه پلي کېدو په موخه د پلي کېدونکو پروژو څارنه وکړي.
ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي او ترڅنګ یې پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې هم ووېشل شي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS