د «کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې» عملي چارې رسماً پیل شوې

mail-admin
Tue, May 05 2020 3:14 PM
کار عملی طرح «مدیریت محصولات زراعتی» رسماً آغاز شد

۱۶ غویي ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت «د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې» عملي چارې نن د کابل ولایت د میربچه کوټ په ولسوالۍ کې د یوې ۱۶ مټریک ټنې ممیزخونې د بنسټ په اېښودو سره رسماً پیل کړ.

په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په پراخېدو او په صادراتو او وارداتو کې د احتمالي خنډ او ځنډ سره، د کرنې وزارت د تازه کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه د مېوو او سبو د خوساکېدو او ضایع کېدو د مخنیوي په پار یوه طرحه جوړه کړه، چې دغه طرحه د ولسمشر له خوا تایید او منظور شو.

ددې طرحې پر اساس ټاکل شوې، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې څلور زره او ۳۳۲ ممیزخونې، چې هر یو یې د ۱۶ ټنه انګورو د ساتنې وړتیا ولري، د پیازو ساتلو لپار ۱۴ زره او ۲۱۹ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې پنځه مټریک ټنه وړتیا ولري، د کچالو ساتنې لپاره ۴۱۴ صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې ۱۰ مټریک ټنه وړتیا ولري او د بڼوالۍ محصولاتو د ساتلو په پار ۸۸۴ سارک صفر انرژۍ سړې خونې، چې هر یوه یې ۲۵ ټنه وړتیا ولري له څلور تر شپږو میاشتو پورې جوړیږي.

دغه راز ددې برنامې پر اساس پر بزګرانو او بڼوالو د مېوو او سبو زر وچوونکي آلې هم وېشل کیږي.

د میر بچه کوټ په ولسوالۍ کې ددې طرحې د لومړني ممیزخونې د بنسټ اېښودو په غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري وویل، ددې شونتیا شته چې د کرونا ویروس خپرېدا د کرنیزو محصولاتو صادرات تر اغېز لاندې راولي او مختل یې کړي. ښاغلی غفوري وویل، چې د کرنې وزارت د صادراتي کرنیزو محصولاتو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په پار د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه تر لاس لاندې نیولی دی. ښاغلي غفوري زیاته کړه: «ددې طرحې په پلي کولو سره په هغو ولایتونو کې چې ډېر انګور تولیدیږي څلور زره او ۳۳۲ ممیز خونې جوړیږي.»

حشمت‌الله غفوري دغه راز زیاته کړه: «ددې طرحې په پلي کولو سره لږ تر لږه ۵۰ سلنه هغه کرنیز محصولات چې صادرېدل مدیریت کیږي. په دې مانا چې د ننه په هېواد کې د ۵۰ سلنه تازه محصولاتو د خوساکېدو مخه نیول کیږي او ۵۰ سلنه نورو ته مو هم تابیاوې نیولي دي لکه له بهره د محصولاتو د خلاصو وارداتو منع کېدل او داسې نور.»

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې ددې طرحې پلي کېدل نږدې ۲۵۰ زره کسانو ته د تلپاتې او لنډ مهالې دندې زمینه برابروي. ټاکل شوې، چې دغه طرحه په ټولو ولایتونو کې پلی شي.

په همدې حال کې، د کابل والي محمدیعقوب حیدري هم د کرنې وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د پلي کېدا پیل او هېوادوالو ته د کار د زمیني برابرول وستیال او وویل، چې د کرونا ویروس خپرېدل ډېر هېوادوال په ځانګړې توګه بزګران د دوی د محصولاتو د خوسا کېدو له وجې اندېښمن کړي و. ښاغلي حیدري د کابل په میر بچه کوټ ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې د تطبیق د کار په پیل کې وویل: «که وضعیت، محدودیتونه او قرنطین ادامه پیدا کړي، زموږ یوه اندېښنه داده، چې کرنیز تولیدات مو له منځه ځې او خوسا کیږي.»

خو، د کرنې وزارت ډېره ښه وړاندوینه وکړه او پر وخت او معقول تدبیر یې ونیول، تر څو چې زموږ د کرنیزو تولیداتو د راټولولو وخت رسیږي د ممیزخونو او سړوخونو ودانۍ هم جوړیږي.»

دغه راز د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د پراختیایي شورا مشر غلام جیلاني درویش هم د کرنیزو محصولاتو د خوسا کېدو د مخنیوي په پار د کرنې وزارت پر وخت اقدام وستایل او وویل: «دغه طرحه د بزګرانو او بڼوالو د تولیداتو له خوسا کېدو څخه د مخنیوي په پآر یو ښه خبر دی؛ کله چې په داسې شرایطو کې د کرنې وزارت له خوا برنامه جوړیږي او موږ سره مرسته کیږي، ډېر خوښ یو.» ښاغلي درویش وویل، چې له یوې ممیزخونې د انګورو څو بڼوال کولای شي، ګټه پورته کړي.

ننګیال د میربچه کوټ ولسوالۍ هغه بڼوال دی، چې د «کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې» په اډانه کې د لومړني ممیزخونې د جوړولو د بنسټ ډبره د هغه د بڼ په خوا کې کېښودل شوه، هغه د کرنې وزارت اقدام وستایل. د غه بڼوال وویل: «په دې وروستیو کې خبر شو، چې زموږ د ولسوالۍ په کچه د کرنې وزارت له خوا ممیزخونه جوړیږي او موږ هم د کرنې مدیریت ته لاړو او موږ ته یې یوه ممیزخونه ورکړه، تر څو موږ وکولای شو، چې خپل انګور په ممیزو واړوو. کرونا هم خپره شوې او ددې شونتیا شته چې انګورو لپاره بازار نه وي او زموږ انګور خوسا شي، خو موږ خوښ یو چې موږ ته ممیزخونه جوړیږي»

د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې پلي کېدو لپاره ۱۳.۷ میلیارډ افغانۍ په پام کې نیول شوې ده.

ددې طرحې د اړوندو پروژو ۱۰ سلنه لګښت د بڼوالو او بزګرانو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS