لوګر کې د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Apr 19 2020 6:02 PM
لوګر کې د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې


۳۱ وری ۱۳۹۹
د لوګر په ولایت کې د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړه خونه چې جوړولو یې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د بنسټ دبره یې د لوګر والي محمد انورخان اسحاق زی او یو شمېر نورو چارواکو له خوا کېښودل شوه.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي، چې ددې سړې خونې د جوړولو چارې د کامپلیکس په بڼه، نن د لوګر د پادخواب شانې په دښته کې پیل شو. ددې سړې خونې د جوړولو چارې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیا شرکت له خوا پرمخ وړ کیږي. دغه سړه خونه په لمریز برېښنا هم سمبالیږي.
دغه سړه خونه یو معیاري او عصري سړه خونه ده، چې په یو نیم جریبه ځمکه کې جوړیږي. ټاکل شوې، چې دغه سړه خونه د یوزر او ۵۰۰ مټریک ټنه مېوو او سبو د ساتنې وړتیا ولري.
دغه سړه خونه د کرنې وزارت له خوا ډیزاین او د جوړولو چاري یې د ملي پراختیا شرکت له خوا پر مخ وړل کیږي.
ددې سړې خونې د جوړولو په لړ کې، چې کابو دوه کاله نیسي، څه باندې ۱۰۰ کسانوته به د کار زمینه هم برابره شي. دغه راز تر بشپړېدو وروسته به ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره کړي.
مڼه، انګور، زردالو، بادرنګ، رومي بانجان، کچالو او پیاز د لوګر ولایت تر ټولو عمده سابه اومېوې دي، چې ټاکل شوې په دې سړه خونه کې به وساتل شي او بیا بسته بندي او پروسس شي.
د سبو او مېوو عمر زیاتول، د دغو محصولاتو د بیو کنټرول، د بزګرانو اقتصادي وده او په بېلابېلو موسمونو کې د مېوو او سبو د وارداتو په کچه کې کموالی راوستل ددې سړې خونې ګټې دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، فاریاب او تخار په ولایتونو کې د ورته سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوې وې او ټاکل شوې ده، چې په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ورته سړې خونې جوړې شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS