بغلان ولایت کې پر ۲۱۰۰ مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوه

qiam_amin
Wed, Nov 11 2026 9:22 AM
بغلان ولایت کې پر ۲۱۰۰ مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ټولنیز ترویج «اس‌اویو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» پر غاړه دی، ددې ولایت د پلخمري، بورکي، دوشی، ګذرګاه نور، او بغلان مرکزی ولسوالیو پر ۲ زره ۱۰۰  مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش لړۍ د پلخمري له ولسوالی څخه پیل کړی ده.

د یاد پروګرام په ترڅ کې هر ګټه‌اخیستونکي ته ۱۰۰ کیلوګرامه متمرکزه حیواني خوراکه (کنجاره) او ۵ زره او ۷۱۲ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ریس مولوی حیات الله «زرقاوی»او  د یاد ریاست د حیوانی روغتیا آمر داکتر تاج محمد «احمدزی» د یادو مرستو د وېش په اړه وویل، چې د مالدارانو ملاتړ، د څارویو د تغذیې ښه‌والی او د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا د ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي د «ټولنیزو ترویج ارتقا موسسه» او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له همکارۍ څخه مننه وکړه او له مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، ترڅو اړمنو کورنیو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

بلخوا، یو شمېر هغو مالدارانو چې مرستې یې ترلاسه کړې وې، د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې یادې مرستې په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې د دوی لپاره ارزښتناکې دي او د څارویو د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو او د کورنیو د اقتصادي ستونزو په کمولو کې به ورسره مرسته وکړي. دوی د بغلان د کرنې ریاست او مرسته‌کوونکو ادارو څخه مننه وکړه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS