د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبو ایستلو کانال د پاکولو چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Nov 03 2026 11:42 AM
د ننګرهار بټي کوټ کې د اوبو ایستلو کانال د پاکولو چارې پیل شوې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالی د غازي‌آباد د ملایانو کلي د اوبو ایستلو کانال (زابر) د پاکولو پروژې چارې د ننګرهار دکرنې ریاست د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل، د ولسوالی د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې رسماً پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې ریاست د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل وویل، چې دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۸۰۰ زره افغانیو مالي لګښت او د ننګرهار کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ، له یوه خصوصي شرکت سره د تړون له مخې پلې کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد کانال په پاکولو سره به له ۲۰۰۰ جریبو څخه زیاته کرنیزه ځمکه د ولاړو اوبو له زیان څخه وژغورل شي او د سلګونو جریبو ځمکو ترڅنګ به په دغو سیمو کې د دوه‌فصله کرنې او کښت زمینه هم برابره شي.
د یاد کانال اوږدوالی ۲۵۰۰ متره او سور یې ۷ متره دی، چې د پاکولو چارې به یې د کرنیزو ځمکو په بیارغونه، د کرنیزو تولیداتو او حاصلاتو په زیاتوالي او د سیمې د خلکو د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه، د پروژې د پلي کېدو پر مهال به ۱۵۰ سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS