د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

mail-admin
Wed, Oct 07 2026 9:53 AM
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به دعوت رسمی وزارت زراعت اوزبیکستان وارد تاشکند شد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې تاشکند ښار ته ورسېد او د ازبیکستان د چارواکو له لوري یې تو هرکلی وشو.
د دغه سفر اساسي موخه د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا د موخو په اړه په نړۍوال تخنیکي فورم کې ګډون دی، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۷مه او ۸مه نېټه په تاشکند ښار کې جوړېږي.
دغه فورم د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو د کارپوهانو او استازو ترمنځ د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا له موخو سره د اړوندو موضوعاتو په اړه د بحث، نظرونو او تجربو د تبادلې لپاره د یوه تخنیکي پلاتفورم په توګه جوړېږي. د فورم ناستې به پر تخنیکي بحثونو، د پوهې او تجربو پر شریکولو او د عملي همکاریو د زمینو پر پېژندلو تمرکز ولري.
د دغه سفر په ترڅ کې به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او پراخېدو زمینه هم وڅېړل شي.
همدارنګه، د افغانستان پلاوی به د دغه فورم په څنډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو او استازو سره لیدنې ولري او د افغانستان د کرنیزو او اقتصادي ظرفیتونو، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د جلب او د مسلکي پوهې او تجربو د لېږد په اړه به خبرې وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر به د دغه سفر د پروګرامونو په دوام کې د ازبیکستان د اسلامي فرهنګ له مرکز څخه هم لیدنه وکړي او د دغه مرکز له بېلابېلو برخو سره به له نږدې آشنا شي. په دغه لیدنه کې به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ پر ګډو فرهنګي، تاریخي او تمدني ارزښتونو ټینګار وشي.
په دغه سفر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پانګونې او خصوصي سکټور سلاکار حشمت‌الله شهراني هم د کرنې له وزیر سره ملتیا کوي.
دغه سفر د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د کرنې، خوړو خوندیتوب او پانګونې په برخو کې د ګډو ظرفیتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS