د کرنې وزارت پلاوي د سرپل د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

mail-admin
Tue, Oct 06 2026 9:04 AM
بررسی وضعیت عواید ریاست زراعت سرپل از سوی هیئت وزارت

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ موظف پلاوي د عوایدو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې، د عایداتي سرچینو د پېژندنې، د عوایدو د پاتې شونو د ارزونې او د عوایدو د راټولولو د څرنګوالي د څېړنې په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د وزارت مالي او حسابي رییس د دغه سفر په ترڅ کې د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس او د دې ادارې د عایداتي برخو له کارکوونکو سره کاري ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د سفر موخه او د موظف پلاوي کاري پروګرامونه تشریح شول او د عوایدو د وضعیت، عایداتي سرچینو، پاتې شونو او د عوایدو د راټولولو د څرنګوالي په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه.
همدارنګه، د سرپل د کرنې رییس د عوایدو د وضعیت، عایداتي سرچینو، پاتې شونو او د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د شته ستونزو په اړه اړین معلومات وړاندې کړل او د ستونزو د حل لپاره یې مشخص وړاندیزونه مطرح کړل.
په پای کې، اړوندو برخو ته لارښوونه وشوه چې د اړینو معلوماتو، اسنادو او راپورونو د وړاندې کولو په برخه کې له موظف پلاوي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د دغه سفر موخه د عوایدو او عایداتي سرچینو د وضعیت دقیقه ارزونه، د شته ستونزو څېړنه او د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د ښه والي، زیاتوالي او پیاوړتیا په موخه د اړینو اقداماتو ترسره کول بلل شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS