د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

user-admin
Thu, Oct 01 2026 1:18 PM
دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح سره وکتل او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د پراختیايي پروګرامونو پر پلي کېدو یې خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزیر په دې لیدنه کې د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخو کې پر لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان چمتو دی خپل کرنیز محصولات د نړۍوالو معیارونو له مخې تولید او صادر کړي. نوموړي په دې برخه کې د بازار نشتوالی له اساسي ننګونو څخه وباله.
مولوي عطاءالله عمري د جګړو او بې‌ثباتیو له امله رامنځته شوو زیانونو ته په اشارې سره وویل، چې د هېواد کرنه لا هم په ډېرو برخو کې په لومړني حالت کې ده، مالداري په دودیزه توګه ترسره کېږي، د اوبو مدیریت معیاري نه دی او د هېواد ځمکې هم په بشپړه توګه سروې شوې نه دي.
هغه زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې د مالدارۍ، د کرنې د پراختیا، د کانالونو او چکډېمونو د جوړولو او د ځمکو د مدیریت په برخو کې یو شمېر کارونه ترسره شوي، خو د شته اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دغو فعالیتونو دوام او پراختیا اړینه ده.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي تورهان صالح د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د کرنې ارزښت مهم وباله او په بېلابېلو برخو کې یې پر همکاریو ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د کرنې، مالدارۍ، برېښنا او انرژۍ په برخو کې به همکاري او فعالیتونه ولري.
تورهان صالح شاوخوا درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د نوي استازي په توګه معرفي شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS