کرنې وزارت کې د لبنیاتو د صنعت‌کارانو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه

mail-admin
Sun, Sep 06 2026 10:34 AM
کرنې وزارت کې د لبنیاتو د صنعت‌کارانو د ملاتړ په موخه غونډه ترسره شوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د لبنیاتو له صنعت‌کارانو څخه د ملاتړ او د دغو محصولاتو د پلور وضعیت د ښه والي په موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، په دغه وزارت کې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د مالدارۍ سکتور رییسانو او سلاکارانو، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او د دې خونې د مدیره پلاوي یو شمېر غړو، د لبنیاتو ټولنې غړو، د لبنیاتو د پروسس شرکتونو او فابریکو استازو او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر مالدارانو ګډون کړی و.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د لبنیاتو د محصولاتو د پلور وضعیت پر ښه والي او له مالدارانو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د حکومت، صنعت‌کارانو او مالدارانو ګډ موخه د مالدارانو د ژوند د وضعیت ښه کول، د لبنیاتو د تولید زیاتول او د دغو محصولاتو پلورل په مناسبه بیه دي.
هغه زیاته کړه، چې د دغه سکتور د وضعیت د ښه والي لپاره باید حکومت، صنعت‌کاران او مالداران په ګډه کار وکړي او هره برخه د مشخصو طرحو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د ګډ میکانیزم په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
ورپسې، ګډونوالو د لبنیاتو له صنعت څخه د ملاتړ، د لبنیاتو د محصولاتو د بازارموندنې او پلور د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل او د اړوندو ادارو ترمنځ یې د ګډ میکانیزم پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په پای کې، د غونډې له ګډونوالو څخه د اړوندو ادارو د استازو په ګډون یوه کمېټه وګومارل شوه، څو په ۲۰ ورځو کې د لبنیاتو د محصولاتو د کارونې د څرنګوالي او د دغو محصولاتو د مناسبې بیې د ټاکلو په اړه مشخصه طرحه چمتو او د هغې د عملي کېدو زمینه برابره کړي.
غونډه د خیر دعا او د ګومارل شوې کمېټې د دندو اړوندو مواردو په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS