د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

mail-admin
Sun, Aug 23 2026 2:13 PM
د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د واټرشیډ پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د یادې پروژې له پلي کېدو سره ۲۳۶ تنو ماهرو او غیرماهره کاریګرو ته د ۳۰ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې، چې له ډلې یې ۵۰ تنو کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې هم ورکړل شوې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وايي، د هسکې مېنې ولسوالی د غوښت درې کلي د کانال جوړولو چارې هم روانې دي. د نوموړي په وینا، تر دې مهاله په دې پروژه کې سربند، یو شمېر اړین ودانیز جوړښتونه او ۲۵۰ متره اوږد کانال جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د اړتیا له مخې به د غوښت درې کانال په پروژه کې نور اړین ودانیز جوړښتونه هم رامنځته شي، څو د اوبو د لېږد او مدیریت بهیر لا پیاوړی شي.
د ننګرهار دکرنې رییس د معلوماتو له مخې، د غوښت درې د کانال او واټرشیډ پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې له امله به یې د اوبو د مدیریت، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د اوبو لګولو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
د دغو پروژو اساسي موخه د اوبو ښه مدیریت، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د اوبو لګولو سیستم پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د مناسبو اسانتیاوو برابرول دي. تمه ده، چې د پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د کروندګرو د اوبو ستونزې تر یوه بریده هوارې او د کرنیزو فعالیتونو زمینه لا پیاوړې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS