کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

mail-admin
Thu, Jul 09 2026 9:26 AM
کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش ۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیات شوی او ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته عرضه شوي دي. د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسلکي مسؤلین وایي، د شاتو تولید کې دغه بې‌ساری زیاتوالی د کرنې ریاست د ځانګړې پاملرنې، د شاتو مچ

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیات شوی او ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته عرضه شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمریت مسلکي مسؤلین وایي، د شاتو تولید کې دغه بې‌ساری زیاتوالی د کرنې ریاست د ځانګړې پاملرنې، د شاتو مچیو د معیاري فارمونو د شمېر زیاتېدو او د مالدارانو د ظرفیت لوړولو له امله رامنځته شوی دی.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت اړوند مسؤل عبدالوارث حقمل وویل، د روان کال د پسرلي په موسم کې د کندهار په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۴.۴ مټریک ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شوي دي. د نوموړي په وینا، د معیاري فارمونو پراختیا او د کرنې ریاست دوامدارې تخنیکي همکارۍ د شاتو د تولید په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.
ورته مهال، د مالدارۍ آمریت بل مسؤل محمدالله نوري وایي، دا مهال په کندهار ولایت کې د شاتو مچیو ۲۶ محلي او ۴۲ عبوري فارمونه فعال دي، چې د کندهار ښار ترڅنګ په ارغنداب، شاه‌ولي‌کوټ، ژړۍ، پنجوایي، میوند او ډنډ ولسوالیو کې فعالیت کوي.
د نوموړي په خبره، تېر ۱۴۰۴ کال کې په ټولیز ډول ۴۳ فارمونه فعال وو، خو سږ کال یوازې د پسرلي تر پایه د فعالو فارمونو شمېر ۶۸ ته لوړ شوی، چې له امله یې د شاتو تولید هم په څرګند ډول زیات شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د پسرلي او دوبي په موسمونو کې ټولټال ۵۶ مټریک ټنه شات تولید شوي وو، چې له دې جملې ۲۱ مټریک ټنه یې د پسرلي شات وو. خو سږ کال یوازې د پسرلي په موسم کې د شاتو تولید ۴۴.۴ مټریک ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۲۳ مټریک ټنه زیاتوالی ښيي او د کندهار د شاتو د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ ګڼل کېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS