د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

mail-admin
Tue, Jun 23 2026 3:04 PM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او شته ستونزو د حل په موخه په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره کړه.
په دې ناسته کې د قراردادي شرکتونو استازو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له اجرائیوي رییس سره شریک کړل. ښاغلي محمدي د هغوی خبرې په غور واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د نافذه قوانینو او اصولو له مخې به د مطرح شویو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس د شرکت د عوایدو د زیاتوالي، مالي نظم د پیاوړتیا او اداري چارو د لا ښه تنظیم په موخه له قراردادي شرکتونو او اجاره لرونکو وغوښتل، چې خپل پاتې پورونه او مالي مکلفیتونه پر وخت تصفیه او ادا کړي، ترڅو د شرکت اقتصادي فعالیتونه په منظم ډول پر مخ ولاړ شي.
په همدې حال کې د قراردادي شرکتونو استازو د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې خپل مالي مکلفیتونه به پر ټاکلي وخت ترسره کړي او د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سره به د ګډو موخو د تحقق، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د ادارې د پرمختګ لپاره نږدې همکاري روانه وساتي.
په یاده غونډه کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د دفتر امر قاري احسان الله ذهان، د ځمکو قراردادونو لوی مدیر ذاکرالله شیرزاد او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مشرتابه هڅه کوي د قراردادي شرکتونو او اجاره لرونکو سره د دوامدارې همغږۍ له لارې شته ستونزې هوارې، عواید زیات او د کرنیزو او اقتصادي فعالیتونو د لا پراختیا لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS