کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

mail-admin
Thu, Jun 18 2026 9:32 AM
کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ دوه کلنه پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شوه، چې له لارې یې زرګونو بزګرانو او مالدارانو ته کرنیزې او مالدارۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي.
یاده پروژه د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي‌سي» په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د ارغستان، شاه‌وليکوټ، خاکریز او غورک ولسوالیو کې د ۲۲ میاشتو په موده کې پلې شوې ده. د پروژې موخه د کوکنارو لپاره د بدیلو او قانوني عایداتي سرچینو رامنځته کول او د کرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا وه.
د هالنډ کمېټې سیمه ییز مسؤول عبدالهادي داودزي وویل، چې د پروژې له لارې ۳ زره او ۳۱۰ بزګرانو ته د غنمو، پنبې، حبوباتو او سبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د غنمو د ریبلو ماشینونه او د کرنیزو حاصلاتو د ظرفیت لوړولو اړوند تجهیزات وېشل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، ۵۰ بزګرانو ته د مرخیړیو مجهز فارمونه جوړ شوي او په هره ولسوالی کې څلور لوی د تخمونو د ساتنې مرکزونه هم رامنځته شوي دي.
د مالدارۍ په برخه کې د پروژې له لارې ۶ د تازه شېدو د راټولولو مرکزونه او ۴ د څارویو د خوراکي توکو مرکزونه جوړ شوي دي. همدارنګه، ۶ تنه مسلکي کسان د مصنوعي القاح په برخه کې روزل شوي او اړین تجهیزات ورته سپارل شوي دي. سربېره پر دې، ۴۰۰ مالدارانو ته د کورت جوړولو وسایل، ۲۰ کورنیو ته د شاتو مچیو د روزنې فارمونه ورکړل شوي او له زرو څخه ډېر څاروي د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې واکسین او د چینجیانو ضد درملنه شوي دي.
داودزی زیاته کړه، چې د اوبو د مدیریت او د کرنیزو سرچینو د خوندي کولو په موخه ۵ لوی چکډېمونه هم جوړ شوي، څو د سیمې بزګران او مالداران د اوبو له کمښت سره د مبارزې لپاره غوره امکانات ولري.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په خاکریز، شاه‌وليکوټ، ارغستان او غورک ولسوالیو کې د «بزګر ورځې» تر سرلیک لاندې عامه پوهاوي او کرنیز نندارتونونه هم ترسره کېږي. د دغو پروګرامونو لومړۍ غونډه په خاکریز ولسوالی کې جوړه شوې او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې په نورو ولسوالیو کې هم ترسره شي.
کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تېرو کلونو کې پکې د کوکنارو کښت پراخ و؛ خو د اسلامي امارت له خوا د نشه‌یي توکو پر کرلو تر بندیز وروسته په دې ولایت کې د کوکنارو کرکېله کمه شوې او دغه راز د کرنې وزارت، نړۍوالو همکارو بنسټونو او سیمه‌ییزو ادارو په ګډو هڅو د بدیلو کښتونو د ترویج، د کرنیزو زیربناوو د پراختیا او د مالدارۍ د پیاوړتیا پروګرامونه عملي شوي دي. د دغو پروژو موخه د بزګرانو لپاره د دوامدارو عایداتي سرچینو رامنځته کول، د خوراکي توکو تولید زیاتول او د کلیوالو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.


پروژه بدیل کشت کوکنار به ارزش ۱.۳ میلیون دالر در کندهار تکمیل شد؛ هزاران دهقان و مالدار تحت پوشش قرار گرفتند
۲۸ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ هـ.ق
پروژه دوساله توسعه بدیل کشت کوکنار و حمایت از دهقانان و مالداران به ارزش ۱.۳ میلیون دالر امریکایی در چهار ولسوالی ولایت کندهار با موفقیت تکمیل شد که از طریق آن، برای هزاران دهقان و مالدار خدمات و تسهیلات زراعتی و مالداری فراهم گردیده است.
این پروژه به همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد و همکاری تخنیکی کمیته هالند، در ولسوالی‌های ارغستان، شاه‌ولی‌کوت، خاکریز و غورک طی مدت ۲۲ ماه تطبیق شده است. هدف از اجرای این پروژه، ایجاد منابع عایداتی مشروع و بدیل برای کشت کوکنار و تقویت سکتور زراعت و مالداری عنوان شده است.
عبدالهادی داودزی، مسئول ساحوی کمیته هالند گفت که در چارچوب این پروژه، برای ۳ هزار و ۳۱۰ دهقان تخم‌های اصلاح‌شده گندم، پنبه، حبوبات و سبزیجات، کودهای کیمیاوی، ماشین‌های درو گندم و تجهیزات مرتبط به افزایش ظرفیت تولیدات زراعتی توزیع شده است. وی افزود که برای ۵۰ دهقان فارم‌های مجهز پرورش مرخیړی (قارچ) ایجاد شده و در هر ولسوالی نیز چهار مرکز بزرگ نگهداری تخم‌ها ساخته شده است.
در بخش مالداری، از طریق این پروژه ۶ مرکز جمع‌آوری شیر تازه و ۴ مرکز تهیه خوراک حیوانی ایجاد شده است. همچنان ۶ تن در بخش تلقیح مصنوعی آموزش دیده و تجهیزات مورد نیاز در اختیار آنان قرار گرفته است. علاوه بر آن، برای ۴۰۰ مالدار وسایل ساخت کورت توزیع شده، برای ۲۰ خانواده فارم‌های پرورش زنبور عسل فراهم گردیده و بیش از یک هزار رأس مواشی در برابر بیماری‌های مختلف واکسین و علیه چینجی‌ها تداوی شده‌اند.
داودزی همچنان افزود که به منظور مدیریت آب و حفاظت از منابع زراعتی، ۵ چک‌دم بزرگ نیز ساخته شده است تا دهقانان و مالداران منطقه بتوانند بهتر با کمبود آب مقابله کنند.
قابل یادآوری است که در حال حاضر نیز با حمایت مالی دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد و همکاری تخنیکی کمیته هالند، برنامه‌های آگاهی‌دهی عامه و نمایشگاه‌های زراعتی تحت عنوان «روز دهقان» در ولسوالی‌های خاکریز، شاه‌ولی‌کوت، ارغستان و غورک ولایت کندهار برگزار می‌شود. نخستین برنامه در ولسوالی خاکریز برگزار شده و قرار است در آینده نزدیک در سایر ولسوالی‌ها نیز راه‌اندازی شود.
ولایت کندهار از جمله ولایت‌هایی است که در سال‌های گذشته کشت کوکنار در آن گسترده بود؛ اما پس از ممنوعیت کشت مواد مخدر از سوی امارت اسلامی، میزان کشت کوکنار در این ولایت کاهش یافته است. همزمان، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری نهادهای بین‌المللی و ادارات محلی، برنامه‌های ترویج کشت‌های بدیل، توسعه زیربناهای زراعتی و تقویت مالداری را تطبیق کرده است. هدف از این برنامه‌ها ایجاد منابع عایداتی پایدار برای دهقانان، افزایش تولیدات غذایی و بهبود وضعیت اقتصادی خانواده‌های روستایی عنوان شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS