کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
Thu, Apr 30 2026 12:57 PM
کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته سفر وکړ او په همدې تړاو یوه مهمه غونډه د یاد ولایت د کرنې ریاست کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت د اراضۍ ریاست رییس مولوي محمود مظلوم، د کندز ولایت د کرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد، د محاکمو، مستوفیت او ښاروالۍ رییسانو تر څنګ د اراضۍ ریاست تخنیکي او حقوقي سلاکارانو، آمرینو، د تثبیت څانګې کارمندانو او د کندز ولایت ګڼو کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د کندز د کرنې رییس مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د ملکیت د تثبیت واحد مرکز پرانیستل یې په یاد ولایت کې یو مهم او اغېزناک ګام وباله. نوموړي د دې نوښت ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به هر ډول لازمې همکارۍ ترسره کړي.
وروسته د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم د ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ د یاد مرکز پر ارزښت خبرې وکړې. هغه وویل، چې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز پرانیستل د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ ترسره کېږي او ټاکل شوې ده، چې دا مرکزونه د هېواد په ټولو زونونو کې فعال شي. د نوموړي په وینا، د همدې موخې لپاره شمالي ولایتونو ته د پلاوي سفر پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې د دې مرکزونو فعالېدل به په ځانګړې توګه د کندز ولایت د اوسېدونکو ستونزې د کور جوړونې په برخه کې حل کړي او خلکو ته به دا زمینه برابره شي، چې د قانون او اصولو مطابق په اسانه توګه خپل سرپناه جوړه کړي.
مولوي مظلوم له ټولو مسؤلینو او کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په پوره اخلاص، صداقت او ژمنتیا سره ترسره کړي، له مراجعينو سره نېک چلند وکړي او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د غونډې په پای کې، له مرکز څخه تللي پلاوي د تثبیت څانګې کارکوونکو ته په عملي او ګروپي ډول لازمې تخنیکي لارښوونې وکړې، څو هغوی وکولای شي په راتلونکي کې خپلې دندې په اغېزمنه او معیاري توګه پر مخ یوسي او له هر ډول خنډ او ځنډ څخه مخنیوی وشي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS