د غزني دکرنې ریاست ددې ولایت د کرنې پوهنځی چارواکو سره وکتل

mail-admin
Tue, Feb 17 2026 10:05 AM

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځی له استادانو او چارواکو سره په کتنه کې پر هر اړخیزو همکاریو خبرې اترې وکړې.
په غونډه کې د همکارۍ د هوکړه لیک د تطبیق، په څېړنیزو کرنیزو فعالیتونو کې د ګډ کار او د پسرلني نیالګي کېنولو د کمپاین د پیل په اړه د پوهنتون له سیمې څخه مفصل بحث او نظر تبادله وشوه.
په پای کې دواړو لورو د علمي او عملي ګډو همکاریو پر پیاوړتیا، د کرنې سکتور د ښه‌والي لپاره د پوهنتون له څېړنیزو ظرفیتونو څخه پر ګټې اخیستنې او د چاپېریال د زرغونتیا او د نیالګي کېنولو د فرهنګ د ودې په موخه د پسرلني کمپاین پر منظم تطبیق ټینګار وکړ. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د یادو پروګرامونو د اغېزمن عملي کېدو لپاره لازمې همغږۍ ژر تر ژره ترسره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS