هملند کې د خُرما سوداګریز بڼونه جوړیږي

content_admin
Thu, Jan 16 2020 2:44 PM
 هملند کې د خُرما سوداګریز بڼونه جوړیږي

۲۶ مرغومي ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خُرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې پلي کیږي. د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو وایي، چې ددې طرحې پر اساس په ۱۳۹۹ یم مالي کال کې په دې ولایت کې د خُرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي.
دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خُرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خُرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
هلمند په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده په دې ولایت کې یو شمېر نورې مېوې هم ښه پایله ورکړې که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS