د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو او بزګرانو ته د کرنیزو توکو او اصلاح شویو تخمونو وېش

qiam_amin
Wed, Jan 28 2026 2:36 PM
د خوست تڼیو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونو او بزګرانو ته د کرنیزو توکو او اصلاح شویو تخمونو وېش

۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د تڼیو ولسوالۍ د کرنیزو چارو د عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې «یوان‌ډي‌پي» مالي ملاتړ او د« ډبلیواې‌اي‌آراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د تڼیو ولسوالۍ اړوند اتو  بېلابېلو کلیو کې د سرو املوکو بڼونو جوړولو توکي او د سیمې بزګرانو ته کرنیز وسایل او د سبو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.

یاد پروګرام د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه عملي شو، چې له مخې یې د سرو املوکو بڼوالو ته اووه قلمه اړین کرنیز وسایل، چې بېلچه، رمبی، آب‌پاش، ریکه، ستل، کولنګ او محافظتي جامې پکې شامل وو، ووېشل شول. همدارنګه، پنځه ویشت بزګرانو ته د پیازو هایبریډ تخم، چې هر بزګر ته۲۰ ګرامه ورکړل شو، او ۲۵ نورو بزګرانو ته د بانجانو ۴۰۰ ګرامه تخم ووېشل شو.

د یادونې وړ ده، چې دا مرستې هغو بڼوالو او بزګرانو ته ووېشل شوې، چې تر دې وړاندې یې تخنیکي سروې بشپړه شوې وه. د سروې د پایلو پر بنسټ، کرنیز وسایل او تخمونه د ګټه‌اخیستونکو د واقعي اړتیاوو مطابق، په منظم، عادلانه او شفاف ډول ووېشل شول، تر څو د بڼوالۍ او د سبو د کرنې بهیر لا اغېزمن او معیاري شي.

د خوست د کرنې ریاست چارواکو وویل، چې د دې پروګرام اساسي موخه د سرو املوکو د بڼونو د حاصلاتو زیاتوالی، د بڼوالو د اقتصادي وضعیت ښه والی او په سیمه کې د کرنیزو فعالیتونو پراختیا ده. هغوی زیاته کړه، چې د کرنیزو وسایلو او اصلاح شویو تخمونو برابرول کولی شي د بزګرانو تولید لوړ او د هغوی عاید زیات کړي.

ګټه‌اخیستونکو بڼوالو او بزګرانو د یاد اقدام هرکلی وکړ، د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او همکارو مؤسسو له مرستو یې مننه څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې د ورته همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې د همدې پروګرام په لړ کې به په نږدې راتلونکې کې د خوست ولایت په موسی‌خیلو، صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې هم د کرنیزو وسایلو او اصلاحشویو تخمونو ورته وېش ترسره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS