د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Sun, Dec 21 2025 10:38 AM

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې له مخې، مولوي شیراحمد  رفیع د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د نوي رییس په توګه معرفی شو.
د معرفی مراسم د دې ریاست د غونډو په تالار کې د هلمند مرستیال والي مولوی محمد نبي حماس، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو، عماو او ګڼ شمېر کارکوونکو په حضور کې ترسره شو. په دغو مراسمو کې، د نوي رییس د ګمارنې حکم د کرنې وزارت د استازي له خوا ولوستل شو.
په دې غونډه کې، د هلمند مرستیال واي مولوی محمد نبي حماس وینا وکړه او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې له نوي رییس سره هر اړخیزه همکاري وکړي. هغه څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت په نظام کې د ادلون بدلون او ګمارنې یو اصل دی.
ښاغلی حماس په خپلو خبرو کې دکرنې ریاست کارکوونکي اتحاد او اتفاق ته راوبلل او غوښتنه یې وکړل ترڅو مسلمانانو ته په ښه ډول خدمات وړاندې کړي ، هغه وویل په اداراتو کې تغیر او تبدیل د چارو د لا سمښت او بهبود په موخه ترسره کیږي.       همدارنګه د هلمند دکرنې ریاست مخکني رییس مولوي نیازمحمد وهاج خدمتونه یې وستایل او راتلونکي کې یې په نوې دنده کې ورته د لا زیاتو خدمتونو د توفیق دعا وکړه.
ورپسې دهلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مخکنی رییس مولوي نیازمحمد وهاج د دې ریاست لپاره  دنوي ټاکل شوي  رییس مولوي شیراحمد رفیع ته د ښه راغلاست ترڅنګ دښو خدمتونو ترسره کولو هېلې وړاندې کړې.
په همدې حال کې د هلمند  دکرنې نوې ټاکل شوی رییس مولوي شیراحمد رفیع خبرې وکړې، د اسلامي امارت د مشرتابه له احکامو یې د اطاعت ژمنه وکړه، د خلکو خدمت ته یې ژمنتیا څرګنده کړه، او د ریاست له کارکوونکو یې د ملاتړ مننه وکړه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS