د ننګرهار وادي کرنیز شرکت؛ په هډې فارم کې ۵۰۰ جریبه د مالټې نوې بڼونه حاصل ته رسېدلي

mail-admin
Tue, Nov 25 2025 3:35 PM
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت؛ په هډې فارم کې ۵۰۰ جریبه د مالټې نوې بڼونه حاصل ته رسېدلي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند د هډې فارم په عبدالخېلو بلاک کې د ۵۰۰ جریبو په کچه د نوو مالټو بڼونو حاصل اخیستل پیل شوي، چې له ډېرې مودې وروسته د سیمې د زرغونتیا، اقتصاد او کارموندنې په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وايي، د هډې فارم په عبدالخېلو بلاک کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه تازه د مالټې بڼونه ثمر ته رسېدلي او د سیمې پر اقتصاد یې د مثبت اغېز څرک ښکاري.
یاده ځمکه چې له کلونو وروسته بېرته احیا شوې، اوس د مالټو ترڅنګ په ۲۰ جریبه کې لیمو او په سلګونو جریبو کې نور کرنیز فصلونه هم کرل شوي دي.
مسؤلین وايي، د دغو بڼونو له برکته د سیمې اقتصادي ارزښت لوړ شوی، پراخه شنه سیمه رامنځته شوې او لسګونو هېوادوالو ته د موسمي او دوامدار کار زمینه برابره شوې ده.
تر بڼونو ور هاخوا، په دغه بلاک کې منظم تفریحي ځایونه، سړکونه، چمنونه او د ناستې ځایونه هم جوړ شوي، چې سیمې ته یې نوې ښکلا او منظره ورکړې ده.
عبدالخېل بلاک د ننګرهار د خېوی ولسوالی اړوند یوه منظمه او ښکلی سیمه ده، چې د هډې فارم د پراختیايي پروژو له پیل وروسته د کرنیزو فعالیتونو او پانګونې نوې مرکز ګرځېدلې. د سیمې د کرنیزو ځمکو احیا، د مېوو بڼونو پراخوالی او د تفریحي سیمو جوړېدو د دې لامل شوي، چې عبدالخېل بلاک د ننګرهار د کرنې او چاپېریال د ښکلا یو مخکښ سیمیز ماډل بلل شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS