نجیب الله: میکانیزه کرکيلي سره مې حاصلات ډېر شوي

content_admin
Sat, Dec 28 2019 2:50 PM
نجیب الله: میکانیزه کرکيلي سره مې حاصلات ډېر شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې دکرنیزې ټکنالوژۍ او میکانیزه کرکېلي د دودولو په برخه کې تل هلې ځلې کوي ترڅو بزګران د کرنې له نوي ټکنالوژي سره بلد او میکانیزه کرکېلي سره بزګران وکولای شي، چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي، چې له یوې خوانه د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوانه هېواد د کرکېلي له پلوه پر ځان بسیا شي.
د هغو بزګرانو له ډلې، چې د کرنې وزارت له خوا د کرکېلي له نوي ټکنالوژي سره بلد شوي او میکانیزه کرکېله یې زده کړی دی یو هم د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د بلوچ علیا د کلي اوسیدونکی۲۹ نجیب الله دی.
نجیب الله کلونه کلونه په دودیزه بڼه بزګري کوله او د بزګرۍ له ټکنالوژي او میکانیزه کرکېلي سره نه وو بلد هغه وویل: «له کلونو را په دې خوا مې په خپله کرونده کې د وریجو کرکېله په دودیزه توګه تر سره کوله؛ زحمت یې زیات خو حاصل یې په نشت حساب و.»
نجیب الله ته په ۲۰۱۹ ام کال کې د کرنې وزارت اړوند د امو پنځمې حوزې پروژې له خوا د شولې د کرکېلي یوه ننداریزه قطعه جوړه شوه، چې حاصلات یې ډېر او د اوبو ضایعات یې کم و.
نجیب الله ددې ننداریزې قطعې په هکله وایي: «پخوا به مې د وریجو کرکیله په عنعنوي ډول تر سره کوله خو سږ کال د امو پنځمې حوزې پروژې په مرسته د« RIPA» یا د کتار په شکل د شولو یوه ننداریزه قطعه راته جوړه شوه، چې حاصل یې خورا ډېر او د اوبو ضایعات او د کیمیاوي سرو مصرف یې لږ او همدارنګه رېبل يې آسانه وه.»
نجیب الله وایي: «ددې ننداریزې قطعې په لېدو به تل په همدې شکل د وریجو کرکېله کوم، ځکه هم یې چارې اسانې دي او هم یې حاصل ښه دي. د کرنې وزارت څخه هم مننه کوم، چې په هره برخه کې له موږ بزګرانو سره مرسته او همکارۍ کوی.»
هغه زیاته کړه، په رواجي سیستم کې د یو جریب ځمکي لپاره ۳۰ کیلو ګرامه تخم کارول کیږي خو په خطي سیستم کې د همدې ځمکي لپاره شپږ کیلو ګرامه تخم وکارول شو او همدارنګه په خطي سیستم کې خیشاوه په آساني سره ترسره شوه خو په رواجي سیستم کې موږ د خیشاوه کولو په برخه کې له خورا ګڼو ستونځو سره مخامخ و.
نجیب الله وویل: «تېرکال مو له یو جریب ځمکې څخه ۶۰۰ کیلو ګرامه وریجي ترلاسه کړې خو د خطې سیستم په کارولو سره مو سږ کال له یو جریب ځمکې څخه ۸۰۰ کیلو ګرامه وریجه ترلاسه کړه.»
د « RIPA» په ډول د وریجو کرکېله د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د « RIPA» موسسې لخوا په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې په ننګرهار ولایت کې پلي شو. د کرکیلي یاد ډول د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي او همدارنګه د دودیز سیستم په توپیر يې حاصلات خورا زیات وي.
دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرل د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړیږي. په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.د چارواکو په خبره که چیرې شولې په محلي توګه دپاشان په ډول وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه یې په منځنۍ کچه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري توګه د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه یې په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.
له همدې امله دکرنې وزارت دترویج کارکوونکي په کلیو او ولسوالیو کې دیاد میتود درواجولو په موخه بزګرانو ته د شولېننداریزې قطعې جوړوی.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS