پکتیکا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

mail-admin
Thu, Oct 09 2025 9:02 AM
پکتیکا ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات  د تنظیم لوی رییس مولوي ندا محمد عابد د خپل کاري سفر په ترڅ کې پکتیکا ولایت کې د عشر چارې له نږدې وارزولې.
په پیل کې نوموړي د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد ګوهر سره د هغه په دفتر کې وکتل او د خپل سفر موخه یې شریکه کړه.    
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر په خپلو خبرو کې د عشر د فعالیتونو اړوند پوره ډاډ ورکړو چې په پکتیکا ولایت کې به په شفاف ډول د اسلامي امارت د طرزالعملونو مطابق عشر راټولېږي.
وروسته په ځانګړې ناسته کې، چې پکې د پکتیکا د عشر د تنظیم آمر مولوي میاخېل ناصر د عشر او زکات د محاسبې آمر مولوی جلالي د مرکز او ولسوالیو د عشر مسؤلینو او عاملینو ګډون درلود، د عشر د تنظیم رییس د عشر او زکات پر ارزښت مفصلې خبرې وکړې.
هغه ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د عامو خلکو سره ښه چلند ولري او د عشر چارې په ښه ډول ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د عاشرینو او عاملینو د ټاکنې پر مهال دې مخلص او پر تقوا ولاړ اشخاص وګمارل شي.
الحاج مولوي ندا محمد عابد دغه راز مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او د راپورونو په ترتیب او تنظیم کې دقت وکړي. هغه د عشر او زکات چارې دروند مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، چې د دې چارو په ښه ډول پرمخ وړل د ولس د باور او رضایت لامل ګرځي.
د سفر پر مهال نوموړي د پکتیکا ولایت د عشر او زکات چارو د بهیر څارنه وکړه او د دې ولایت چارې یې تر دې دمه د ستاینې وړ وبللې. همدارنګه یې د مسؤلینو او عاملینو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.


سفر رئیس عمومی تنظیم عشر و زکات به ولایت پکتیکا
مولوی ندا محمد عابد، رئیس عمومی تنظیم عشر و زکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سفر کاری خود به ولایت پکتیکا، از جریان امور مربوط به جمع‌آوری عشر از نزدیک دیدن و ارزیابی کرد.
در آغاز، وی با مولوی لعل محمد گوهر رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا در دفتر کارش دیدار نموده و هدف سفر خود را با او در میان گذاشت. مولوی لعل محمد گوهر در صحبت‌هایش اطمینان داد که روند جمع‌آوری عشر در پکتیکا به‌گونه شفاف و مطابق طرزالعمل‌های امارت اسلامی تطبیق خواهد شد.
سپس در نشستی ویژه که با حضور مولوی میاخیل ناصر آمر تنظیم عشر پکتیکا، مولوی جلالی آمر محاسبه عشر و زکات، و نیز مسئولان و عاملان عشر در مرکز و ولسوالی‌ها برگزار شد، رئیس تنظیم عشر و زکات در مورد اهمیت و جایگاه شرعی عشر و زکات مفصل صحبت کرد.
او از اشتراک‌کنندگان خواست تا در برخورد با مردم رفتار نیکو داشته باشند و امور جمع‌آوری عشر را به‌گونه درست و منظم انجام دهند. وی تأکید کرد که در تعیین عاشرین و عاملین عشر باید اشخاص مخلص، متقی و شایسته گماشته شوند.
مولوی ندا محمد عابد همچنان مسئولان را به اطاعت از مقامات مافوق و دقت در تنظیم و ترتیب گزارش‌ها توصیه نمود. او وظیفه جمع‌آوری عشر و زکات را مسئولیتی سنگین دانست و افزود که انجام درست این مأموریت سبب جلب اعتماد و رضایت مردم می‌گردد.
در جریان سفر، رئیس عمومی تنظیم عشر و زکات از روند کاری این بخش در ولایت پکتیکا نظارت نموده، آن را تا این مرحله قابل ستایش خواند. وی همچنین به مشکلات مسئولان و عاملان گوش داد و اطمینان داد که برای رفع چالش‌ها همکاری همه‌جانبه صورت خواهد گرفت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS