پکتیا کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه پرانیستل شوه

mail-admin
Thu, Aug 28 2025 11:18 AM
پکتیا کې د لس میلیونه افغانیو په ارزښت سړه خونه پرانیستل شوه

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او د ترکیې د همکاری او همغږۍ ادارې (ټیکا) په مالي ملاتړ د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په ارزښت یوه معیاري او باانرژۍ سړه خونه د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې جوړه او د بزګرانو د استفادې لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه
د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ټیکا رییس فاضل آکین اردوغان، د علماو شورا رییس شیخ صالح محمد فقیر، د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح‌الدین، د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي، ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د زون مسؤل انجینر بسم‌الله بسمل، د دولتي ادارو مشران، قومي مخور او کروندګر ګډون درلود.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د پرانیستې پر مهال وویل، چې د کرنې وزارت هڅه کوي د بزګرانو محصولاتو ته نړۍوال بازارونه ومومي او د خصوصي سکتور پانګونې ته وده ورکړي. نوموړي زیاته کړه، چې نوې پرانیستل شوې سړه خونه د ۲۰۰ متریک ټنه مېوو د ساتلو ظرفیت لري او د بزګرانو لپاره به د مهمو فرصتونو په برابرولو کې اغېزمنه تمام شي.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح‌الدین په خپلو څرګندونو کې یاده پروژه د بزګرانو د مېوو د خوندیتوب او اقتصادي ودې لپاره حیاتي وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې د ولایت مقام به ورته هر اړخیز ملاتړ وړاندې کړي.
همدارنګه، د پکتیا د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي د ټیکا موسسې له ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل، چې د سړې خونې د جوړولو موخه د مېوو او سبو د اوږدې مودې لپاره په ښه کیفیت ساتل، د بزګرانو تولیداتو ته بازارموندنه، د بیو کنټرول او د ضایعاتو مخنیوی دی.
دغه سړه خونه د پکتیا د بزګرانو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي، چې نه یوازې د حاصلاتو د ضایعاتو مخه نیسي، بلکې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په لوړولو او د ولایت د اقتصاد په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.


در پکتیا یک سردخانه به ارزش ده میلیون افغانی افتتاح شد
۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
با تلاش‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حمایت مالی اداره انسجام کمک های کشور ترکیه  (تیکا)، یک سردخانه استاندارد و کم‌مصرف انرژی به ارزش حدود ده میلیون افغانی در مرکز ولایت پکتیا، گردیز، احداث کرده و برای استفاده دهاقین به بهره‌برداری سپرد.
در مراسم افتتاح این سردخانه، مولوی صدراعظم عثمانی معین وزارت زراعت و مالداری، فاضل آکین اردوغان رئیس تیکا، شیخ صالح محمد فقیر رئیس شورای علما، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی، مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت، انجنیر بسم‌الله بسمل مسئول زون سازمان غذای ملل متحد، روسای ادارات دولتی، متنفذین قومی و دهاقین حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی در جریان افتتاح گفت که وزارت زراعت تلاش می‌کند برای محصولات دهاقین بازارهای بین‌المللی پیدا کند و سرمایه‌گذاری بخش خصوصی را تشویق نماید. وی افزود که سردخانه تازه افتتاح‌شده ظرفیت نگهداری ۲۰۰ تن میوه را دارد و در فراهم کردن فرصت‌های مهم برای دهاقین مؤثر خواهد بود.
شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی پکتیا، این پروژه را برای حفاظت از میوه‌های دهاقین و رشد اقتصادی حیاتی خواند و اطمینان داد که مقام ولایت از آن به‌طور همه‌جانبه حمایت خواهد کرد.
همچنین، مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت پکتیا از حمایت مؤسسه تیکا قدردانی نمود و گفت که هدف از ساخت این سردخانه، نگهداری طولانی‌مدت میوه‌ها و سبزیجات با کیفیت مطلوب، بازاریابی محصولات دهاقین، کنترل قیمت‌ها و جلوگیری از ضایعات است.
این سردخانه برای دهاقین پکتیا یک دستاورد مهم محسوب می‌شود که نه‌تنها از ضایعات محصولات جلوگیری می‌کند، بلکه در ارتقای کیفیت محصولات زراعتی و تقویت اقتصاد ولایت نیز نقش مهمی خواهد داشت.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS