د کندهار دکرنې رییس د ښاروالۍ له چارواکو سره د کابل هډې نږدې سیمې د لېږد په تړاو ناسته وکړه

user-admin
Tue, Aug 12 2025 10:18 AM
د کندهار دکرنې رییس د ښاروالۍ له چارواکو سره د کابل هډې نږدې سیمې د لېږد په تړاو ناسته وکړه


۲۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ا.ا.ا د زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرشید منیب د ښاروالۍ له چارواکو سره د عینومینې ښارګوټي اړوند د کابل هډې ته څېرمه سیمې د لېږد په موخه ناسته وکړه.
د ناستې موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په ښه توګه پلي کول او د یادې ځمکې د انتقال پروسه په شفاف او قانوني ډول مخته وړل وو. په دې تړاو د دواړو لورو ترمنځ هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه، تر څو دغه سیمه د حکم له مخې د دفاع وزارت څخه کندهار ښاروالۍ ته انتقال شي.
د دې انتقال موخه دا ده، چې ښاروالۍ وکولای شي له یاده ځمکې څخه د ښاري پراختیا او عامه خدماتو د برابرولو په برخه کې ګټه واخلي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS