د کرنې په وزارت کې د غرونو نړیواله ورځ ولمانځل شو

content_admin
Sun, Dec 15 2019 2:55 PM
د کرنې په وزارت کې د غرونو نړیواله ورځ ولمانځل شو

۲۴ لېندۍ ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د اوبو او انرژۍ وزارت، په افغانستان کې د وحشي ژویو د ژوند د تحفظ موسسې او یوشمېر نړوالې ادارې په ګډه د پوهنتون د یوشمېر استادانو او متخصصینو په شتون کې د غرونو نړیواله ورځ ولمانځل. هر کال د دسامبر ۱۱ مه د غرونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

د غرونو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د انسانانو په ژوند کې د غرونو رول مهم او حیاتي وبلل او زیاته یې کړه: «غرونه د انسانانو د ژوند اساس جوړوي. ځنګلونه، څړځایونه، طبي نباتات، اوبه، معدنونه، وحشي ژوي او کنګلونه ټول په غرونو کې دي او سرچینه یې غرونه دي.»

هغه دغه راز وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د جلغوزې، پستې او چهارمغزو د نیالګیو کېنولو له لارې د ځنګلونو د بیارغونې او د وحشي ژویو د سیمو د تنظیم او دغه راز د څړځایونو د جوړولو په پآر برنامې لري.

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي وویل، چې غرونه له اقلیم او ایکو سیسټم سره پېچلي اړیکې لري او نه باید یې ساتنه او سرشارو سرچینو ته کمه پاملرنه ووشي. هغه زیاته کړه: «غرونه دحمایتي چوپړتیاو، د محصولاتو وړاندې کولو، د کنګلونو او د اوبو سرچینې دي.»

په ورته وخت کې په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو مشر فایز الرحمن عزیزي وویل: «غرونه د اوبو سترې سرچینې، د کنګلونو د اوبو زېرمې او د برېښنا د ایجادولو سترې سرچینې دې. د اوبو جریان د کرنې، اوبولګولو، طبي نباتاتو او د برښنا د تولید لامل کيږي.»

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې ده، چې ۷۵ سلنه یې غورنه دي، چې دغه غرونه د هېواد طبیعي امتیازات ګڼل کیږي. د څښلو او کرنې لپاره کابو ۸۵ سلنه خوږې اوبه له غرونو سرچینه اخلي.

د طبیعي سرچینو له نظره د هېواد ۹۰ ځنګلونه په غرنیو سیمو کې دي او غرونه د مالدارانو د مالونو لپاره هم ښې ګټې لري. دغه راز باید وویل شي، چې د څړځایونو کابو ۵۰ سلنه غر نۍ سیمو کې دي او د مالدارۍ د ودې په خاطر زیات اهمیت لري.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS