لوګر کې د اوبولګولو د شپږو شبکو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
Sat, Dec 07 2019 2:40 PM
لوګر کې د اوبولګولو د شپږو شبکو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۶ لېندۍ ۱۳۹۸
د بزګرانو د حاصلاتو د لوړولو او د اوبو له ضایعاتو څخه د مخنیوي په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، له خوا د لوګر ولایت په مرکز او ددې ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د اوبولګولو د شپږو شبکو د بیارغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د اوبولګولو دغه شبکې، چې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې له خوا رغول شدي دي، د لوګر ولایت د مرکز او ددې ولایت د محمدآغې ولسوال
ۍ د «دجانان، دهنه ملک، میرسیدمحمدولي، افضل بیگ، سیدانو کلي او ملک نورمحمد» د کلیو ۱۱۴۵ هکټاره ځمکه خړوبوي. د اوبولګولو یاد بشپړ شوي شبکې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې (OFWMP) له خوا د ۴۵ میلیونه، ۸۲۴ زره او ۳۶۳ افغانیو په لګښت رغول شوي دي.

د اوبولګولو له دغو شبکو څخه زرګونه کسان په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي او ۱۱۴۵ هکټاره ځمکه یې د خوړبولو تر پوښښ لاندې دي.

دیادو شبکو په بیارغونه کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته دکار زمینه هم برابره شوې وه او ترڅنګ یې ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۵ سلنه لوړ شي، چې د ددغو شبکو له لارې خړوبیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS