لغمان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي 

mail-admin
Sun, Apr 27 2025 11:54 AM
لغمان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي 

۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د افغانستان د نابینایانو د سمون «اې،بي،ام» مؤسسې ولایتي مسوول خالد سباوون سره په کتنه کې د قرغیو ولسوالی د ګل غونډۍ ځنګل د ساتنې او پالنې پر پروژې خبرې اترې وکړې.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د افغانستان د نابینایانو د سمون «اې،بي،ام» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د قرغیو ولسوالی د ګل غونډۍ ځنګل د ساتنې او پالنې په پار پروژه پلي کوي، چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي. 
ددې کتنې په ترڅ کې د افغانستان د نابینایانو د سمون «اې،بي،ام» مؤسسې ولایتي مسوول خالد سباوون وویل، چې د ګل غونډۍ سیمې د بیرې مصنوعي ځنګل د ساتنې او پالنې پروژې لپاره یوشمېر ګاریګر نیسي، څو د بیرې بوټو اوبولګولو، سره ورکولو، ساتنې او ګڼو نورو برخو کې به په دغه پروژه کې کار کوي او دکار په بدل کې به نغدې پیسې کاریګرو  ته ورکوي.
په ورته مهال، د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یادې مؤسسې مسؤل څخه مننه وکړه، چې د کرنې ریاست غوښتنه یې پرځای کړه او د یو مهم او ارزښت لرونکي ځنګل د ساتنې او ابیاري لپاره ګاریګر ګماري، ښاغلي محمد دمؤسسې مسؤلینو ته د پروژې دتطبیق په برخه کې د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS