د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غونډو په تالار کې د کرنې او کلیوالي پراختیا ریاست سکتوري غونډه جوړه شوه

user-admin
Tue, Apr 15 2025 8:32 AM
د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غونډو په تالار کې د کرنې او کلیوالي پراختیا ریاست  سکتوري غونډه جوړه شوه

د کرنې او کلیوالي پراختیا ریاست سکتور میاشتنۍ غونډه د روان کال د وري په ٢٥ مه، د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د امارتي ادارو استازو، د موسساتو استازو او ولسوالیو د کرنیزو چارو مدیرانو په ګډون دائره شوه.
د غونډې په پیل کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شیخ حافظ عبیدالله "حقاني" ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د موسساتو همکاري، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) دفتر د همکارۍ په اړه یې خبري وکړې، او د دوی د هر اړخیزې همکارۍ څخه یې مننه وکړه.
ورپسې د کابل د ولایت استازي د موسساتو د دندو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې. دغه راز د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو په خپل وار سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه غونډه ته وړاندې کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS