دننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم اړوند ۲۲مې ویالې د پاکولو چارې عملاً پیل شوې

mail-admin
Mon, Apr 14 2025 2:55 PM
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم د آمر مولوي محمد ګل مطمئین او د یاد فارم د مسؤلینو د هڅو او له خصوصي کرنیزو شرکتونو سره د ښې همغږۍ په نتیجه کې، نن د درېیم بلاک اړوند د ۲۲مې ویالې د پاکولو چارې عملاً پیل شوې.

۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د درېیم فارم د آمر مولوي محمد ګل مطمئین او د یاد فارم د مسؤلینو د هڅو او له خصوصي کرنیزو شرکتونو سره د ښې همغږۍ په نتیجه کې، نن د درېیم بلاک اړوند د ۲۲مې ویالې د پاکولو چارې عملاً پیل شوې.
یاده ویاله، چې د درېیم بلاک کرنیزې ځمکې او مالټې باغونه ترې خړوبېږي، د خصوصي قراردادي زراعتي شرکتونو په مالي لګښت له رسوباتو پاکېږي. د دې چارې موخه د اوبو د جریان ظرفیت لوړول، کرنیزو ځمکو ته د اوبو منظم رسېدل، د اوبو ضایعاتو مخنیوی او د سړکونو او طبیعي ساحو له تخریب څخه وقایه ښودل شوې ده.
د درېیم فارم آمر ټولو قراردادي کرنیزو شرکتونو او بزګرانو ته لارښوونه کړې چې د یاد بهیر د پیاوړتیا لپاره خپله فعاله ونډه واخلي، څو د کرنیزو خدمتونو موثریت زیات او د اوبو د مدیریت سیستم لا ښه شي.
ویالې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو مهمه وسیله ده. د وخت په تېرېدو سره د رسوباتو له امله د دغو ویالو د ظرفیت کمېدل، د اوبو د نه منظم رسیدو، زیانمنو سطحو او چاپېریالي ستونزو لامل ګرځي. د دغو ویالو پاکول د پایدارې کرنې او د اوبو د مؤثر مدیریت لپاره حیاتي ارزښت لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS