په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) پلاوی د هلمند دکرنې ریاست له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Mon, Apr 14 2025 2:53 PM
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) پلاوی د هلمند دکرنې ریاست له چارواکو سره وکتل

۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) پلاوی د هلمند دکرنې ریاست له چارواکو سره په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) د سوېل لویدیځ زون د سیاسي برخې مسؤل عبدالحکیم احدي او د کابل مرکزي دفتر د سیاسي څانګې استازي مارکو ګډون درلود.
د لیدني په ترڅ کې راغلي پلاوي د خپل سفر موخې بیان کړل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) د کابل مرکزي دفتر د سیاسي څانګې استازی مارکو څرګنده کړه، چې د یوناما سیاسي دفتر د افغانستان په کچه هڅه کوي بشري مرستې همغږې کړي، د بشري حقونو وضعیت وڅاري، او د نړۍوالې ټولنې او افغان ولس ترمنځ د باور او اړیکو پُلونه ټینګ کړي.
مارکو زیاته کړه:«زموږ موخه دا ده، چې د کرنې په برخه کې د ولایتونو وضعیت وڅېړو، د بزګرانو ستونزې واورو، حل‌لارې ومومو، او د بشري مرستو همغږي رامنځته کړو.»
په همدې حال کې د هلمند دکرنې ریاست چاروکو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) پلاوی سره د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS