د خوست باک ولسوالی کې د قصابیو، چرګوړو او غواګانو فارمونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
Mon, Apr 14 2025 12:50 PM
د خوست باک ولسوالی کې د قصابیو، چرګوړو او غواګانو فارمونو څخه څارنه وشوه

۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا مدیریت له‌خوا د باک ولسوالۍ اړوند د قصابیو، چرګوړو او غواګانو فارمونو څخه د حفظ‌الصحي وضعیت د ارزونې په موخه څارنه ترسره شوه.
یاده څارنه د باک بازار، سرې تیګې او تره‌کۍ اړوند د چرګوړو پر فارمونو ترسره شوه، چې د یادو فارمونو چرګوړي روغ و، خو فارم لرونکو د چرګوړو د خوراکي توکو د لوړ قیمت له امله اندېښنه څرګنده کړه. څارونکو د حفظ‌الصحي اړوند لازمې سپارښتنې هم وکړې.
همدارنګه د قصابیو څخه هم لیدنه وشوه، چې پکې د نرخ‌نامو کنټرول او د غوښې د ساتنې لپاره د جالونو درلودو په اړه سپارښتنې وشوې. د غواګانو فارمونه هم وڅارل شول او د غوجلو د پاکوالي اړوند لازمې مشورې ورکړل شوې.
د خوست ولایت کرنې ریاست د حیواني روغتیا د ښه‌والي او د حیواناتو د محصولاتو د کیفیت د لوړوالي په موخه وخت پر وخت د فارمونو، قصابیو او نورو اړوندو برخو څخه څارنه کوي، څو د خلکو روغتیا او د مالدارۍ سکتور ته زیان ونه رسېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS