د بلخ دکرنې ریاست؛ د حرکت بنسټ مسؤلینو په شولګرې ولسوالۍ کې د سویابینو پروژې له لومړۍ سروې څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Mon, Apr 14 2025 12:47 PM
د بلخ دکرنې ریاست؛ د حرکت بنسټ مسؤلینو په شولګرې ولسوالۍ کې د سویابینو پروژې له لومړۍ سروې څخه لیدنه وکړه

۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د حرکت بنسټ مرکزي مسؤلینو د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د یادې ولسوالۍ له مشرانو سره یو ځای د سویابینو د ګټه اخیستونکو له لومړۍ سروې څخه لیدنه او کتنه وکړه.
د لیدنې پر مهال مسؤلینو د دې پروژې د عملي کېدو ژمنه وکړه او د سیمې خلکو ته یې ډاډ ورکړ، چې د پروژې په ټولو پړاوونو کې به ورسره هر اړخیزې مرستې کوي.
سویابین د مهمو کرنیزو حاصلونو له ډلې څخه شمېرل کېږي، چې هم د خوراکي اړتیاوو پوره کولو او هم د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کولو کې مهم رول لري. د حرکت بنسټ هڅه کوي، چې د کرنیزو پروژو له لارې د خلکو اقتصادي پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي او د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یاد پروګرام د همدې لړۍ یوه برخه ده.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS