پکتیکا کې د کرنې ریاست او مؤسسو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه 

mail-admin
Thu, Mar 27 2025 11:00 AM
پکتیکا کې د کرنې ریاست او مؤسسو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه 

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ملي او نړیوالو مؤسسو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
دا ناسته، چې د کرنې ریاست په تالار کې جوړه شوه، د مؤسسو د فعالیتونو همغږي، روانو پروژو د پرمختګ، او د خدماتو د اغېزمنتیا د لوړولو لپاره ترسره شوه. په غونډه کې د کرنې ریاست مسؤلینو او د بېلابېلو ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ګډون درلود.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس محمد زمان عمري د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې موخې یې تشریح کړې. نوموړي د مؤسسو د فعالیتونو پر همغږي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې همکارۍ پیاوړتیا به د حکومت او مؤسسو ترمنځ اړیکې ښې کړي او د خدماتو اغېزمنتیا به زیاته کړي.
په ناسته کې د بېلابېلو مؤسسو مسؤلینو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل، د روانو او راتلونکو پروژو جزیات یې شریک کړل او له کرنې ریاست څخه یې د ځینو خنډونو د حل لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ښاغلي محمد زمان عمري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې ټولې پروژې باید د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ طرح او عملي شي، ترڅو د ولایت اقتصادي حالت پیاوړی شي او د خلکو باور زیات شي. نوموړي ژمنه وکړه چې له مؤسسو سره به د لا ښې همغږۍ لپاره هڅې وکړي.
د مؤسسو مسؤلینو د کرنې ریاست له دوامداره هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلو فعالیتونو د لا ښه‌والي لپاره به خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS