ننګرهار کې د غوره کروندګر د ټاکنې په پار غونډه وشوه

content_admin
Tue, Dec 03 2019 1:23 PM
ننګرهار کې د غوره کروندګر د ټاکنې په پار غونډه وشوه


۱۲ لېندۍ ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې (SNaPP2)له لورې د ننګرهار لسو ولسوالیو له کروندګرو څخه د غوره کروندګر د ټاکنې په پار غونډه وشوه.
په دې غونډه کې دد ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارسمبال ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د خپلو خبرو په ترڅ کې کروندګرو ته د زده کړې، د ننداریزو قطعو د ښې ساتنې او نورو کروندګرو ته د تجاربو د لېږد په برخه کې خبرې وکړي او دغه برنامه یې د نورو کروندګرو د هڅونې په موخه ګټوره وبلل.
له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې(SNaPP2) ولایتي مسوول نوراغا نوښت د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د ننګرهار ولایت د لسو « بهسود، کامه، ښېوه، دره نور، ګوشته، لعلپوره، مهمندره، رودات، خوګیاڼي او سره رود» ولسوالیو له هغو کروندګرو څخه چې ورته ننداریزې قطعې جوړې شوي دي او له خپلو کروندو څخه ښې پایلې تر لاسه کړي دي غوره کروندګر ټاکل کیږي.
ددې کار موخه ددې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو د کروندګرو ترمنځ همغږي او د نظرونو شریکول دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS