د کندهار د مستهلکینو ګډ کمیسیون له ۶ ټنو څخه ډېر بې‌کیفیته او تروخت‌ تېر خوراکي توکي ضبط کړه

mail-admin
Thu, Mar 20 2025 12:36 PM
د کندهار د مستهلکینو ګډ کمیسیون له ۶ ټنو څخه ډېر بې‌کیفیته او تروخت‌ تېر خوراکي توکي ضبط کړه

۳۰ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د مقام د ځانګړې لارښوونې پر اساس، د آمر بالمعروف و نهې عن المنکر ریاست په مشرۍ یو ګډ کمیسیون جوړ شوي، چې په ترکیب کې یې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د صنعت او سوداګرۍ ریاست، مستوفیت، د اقتصاد ریاست، د حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست، د پانګونې خونې ریاست، د کندهار ښاروالۍ، د عامې روغتیا ریاست، د نفت او ګازو اداره، د نورم او ستندر اداره او د کندهار امنیه قوماندانۍ استازې شامل دي.
د دې کمیسیون موخه د کندهار ښار په ۱۹ ناحیو کې د خوراکي توکو د نرخونو کنټرول، د احتکار مخنیوی، د بې‌کیفیته او تروخت‌ تېرو غذایي توکو مخه نیول، او د اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې کول او ترڅنګ د عامه پوهاوي خپرول دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت استازي، ډاکټر توریالي قریشي وویل، چې په تېرو دوو ورځو کې، یاد کمیسیون د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې دوه ورځنۍ کډ کمپاین ترسره کړي، د دې کمپاین په ترڅ کې، د سه‌شنبې په ورځ ۳.۵ ټنه، او د چهارشنبې په ورځ ۳ ټنه بې‌ کیفیته او تروخت‌ تېر خوراکي توکو د پلورولو مخه نیول شوي او ضبط شوي دي.
ښاغلی قریشي زیاتوي، چې د خوراکي توکو تر څنګ، د کرنیزو درملو پلورنځیو او د څارویو کلینیکونو له درمل پلورنځیو هم څارنه کېږي، ترڅو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د نرخونو کنټرول ترسره او د بې‌کیفیته او تر وخت تیرو درملو پلورلو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه کمیسیون به په راتلونکي کې هم ورته کمپاینونه پراخ او ترسره کړي، او هیچانه به اجازه ور نه کړي، چې په خپلو پلورنځیو کې بې‌کیفیته، تروخت‌تېر توکي او درمل وپلوري. همداراز، د نرخونو لوړولو، احتکار مخنیوي او بې کیفیته تر وخت تیر خوراکي توکو ته به جدي پاملرنه کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS