پکتیا کې د څارویو خوراکې او د چرګانو د دانه پلورونکو له شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Mar 17 2025 12:54 PM
پکتیا کې د څارویو خوراکې او د چرګانو د دانه پلورونکو له شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

۲۷ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددی ولایت په مرکز ګردیزکې یو شمېر د څارویو خوراکې او د چرګانو د دانه پلورونکو شرکتونه  وڅارل شول. 
د یادې څارنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو مالدارانو ته معیاری او باکیفیته خوراکه وړاندې کړي، او د بې کیفیته خوراکې له تولید څخه ډډه وکړې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده، ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو حیواني خوراکې د پلور مخه ونیول شي او مالدارانو ته صحیح خدمات وړاندی کړي.
همداراز ددې څارنې ترڅنګ د لبنیات پلورونکو څخه هم څارنه ترسره شوه، او مسئولینو ته یې لازمې سپارښتنې وشوې او له دوی څخه وغوښتل، ترڅو د پوډري لبنیاتو څخه ډډه وکړي او خلکو ته طبیعي لبنیات وړاندې کړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS