ننګرهار کې د ماسترۍ برنامو د محصلینو د ستونزو حل  په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
Sun, Mar 16 2025 1:50 PM
ننګرهار کې د ماسترۍ برنامو د محصلینو د ستونزو حل  په موخه ناسته ترسره شوه

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن، د ننګرهار پوهنتون اداري مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي، د کرنې پوهنځی رییس پوهنمل طیب الله زاهد او پوهندوي دوکتور عصمت الله درانی سره په کتنه کې د ماسترۍ برنامو د محصلینو د ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وکړې. ددې کتنې موخه د ماسترۍ برنامو د تجاربو، ستونزو او وړاندیزونو شریکول و.
 دکرنې پوهنځی اګرانومي څانګي امر پوهندوی دوکتور عصمت الله درانی ووی، چې د ننګرهار پوهنتون دبرنامو محصلینو په ننګرهار او  ځینو نورو ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې څېړنې کړي اوسمهال د خاورو او او کیمیاوی سرو تجزیې لپاره غواړو د کرنې ریاست له لابراتوارونو استفاده وکړو، ترڅو څېړنې دقیقې او موثرې تمامې شي.
ښاغلي درانی زیاته کړه: «تراوسه په ننګرهار څېړنیز مرکز کې دکرنې پوهنځی محصلینو له لورې پر مېوو، غله جاتو، سبو، صنعتي او تېلي نباتاتو لسګونه تجربې ترسره کړي او هڅه کوي په راتلوونکي کې هم پر مختلفو نباتاتو د تجروبو لپاره محصلینو ته دندې ورکړي.»همدارنګه په څېړنیز مرکز کې د محصلینو لپاره دځمکې برابرولو غوښتنه هم وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د کرنې په برخه کې څیړنې مهمې وبللې او په ټولو قانوني چارو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS