خوست کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
Sat, Feb 15 2025 12:47 PM
خوست کې د ۵۰ زره ډالرو په ارزښت کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
په خوست ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ او د یو ان ډي پي په مالي ملاتړ، د میاخیلو کلي د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي کانال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد کانال د جوړېدو لګښت ۵۰زره امریکایي ډالر دی، چې ۳۱ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبوي او د اوبو ضایعاتو مخه به نیسي. همدارنګه، د کانال د جوړېدو پر مهال ۵۰ کاریګرو ته د ۵۳ کاري ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.
د کانال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې ریاست سرپرست مولوي اسلم خان منیب، د پلان او برنامو مسوول اجمل قاسمي، د اقتصاد ریاست استازی انجنیر حزمت الله، د پاملرنې مؤسسې مسوولینو او د کلي مشرانو ګډون کړی و.
د کرنې ریاست سرپرست د پاملرنې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې یاد کانال یې جوړ کړی او د نورو ورته زیربنایي پروژو غوښتنه یې وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه به د سیمې بزګرانو ته د کرنې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.  
ورپسې د اقتصاد ریاست استازي د کانال د ساتنې او سالمې ګټې اخیستنې په اړه کلیوالو ته لارښوونې وکړې.
د پاملرنې مؤسسې مسوولینو د کانال د تخنیکي مشخصاتو په اړه وضاحت ورکړ او د کرنې او اقتصاد ریاستونو له همغږۍ یې مننه وکړه، چې د یادې پروژې د چټک بشپړېدو لامل شوه.
د سیمې مشرانو هم د پروژې له تطبیق څخه خوښي وښوده او د ورته نورو زیربنایي پروژو غوښتنه یې وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS