نورستان کې ۲۵۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
Sun, Jan 26 2025 3:30 PM
نورستان کې ۲۵۰ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۷ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د کامدېش، برګمټال او دواب په ولسواليو کې ۲۵۰ شنې خونې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې دغه شنې خونې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړې شوې، چې په کې تازه سابه توليدېږي.
 ورته مهال د یادو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د يادو خونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې له دې وړاندې به د یادو سیمو خلک د سبو له کمښت سره مخامخ کېدل او هم به يې وخت نا وخت بیې لوړېدلې.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د نورستان د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې شنې خونې جوړې شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS