د کندهار دکرنې رییس د مخابراتي خصوصي شرکتونو استازو سره وکتل

mail-admin
Thu, Dec 05 2024 9:48 AM
د کندهار دکرنې رییس د مخابراتي خصوصي شرکتونو استازو سره وکتل

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د مخابراتي خصوصي شرکتونو د استازو سره یوه مهمه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د کندهار د کرنې رییس ترڅنګ د اجارې عمومي مدیر الحاج مولوي جان محمد جنقدي، د استخباراتو، ولایت مقام، مستوفیت، ښاروالۍ او خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې دکندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي خبرې وکړې. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې ټول هغه انتنونه چې د امارتي ځمکو پر سر ولاړ دي، باید امارت ته اجاره ورکړي، تر څو د دوی عاید د امارتي بودیجې برخه شي. هغه زیاته کړه، چې دغه عاید به بیت المال ته ورزیات شي، او امارت هڅه کوي چې د بیت المال حق مستحقو کسانو ته ورسوي.
ښاغلی فضلي زیاته کړه: «امارت تل هڅه کړی، چې خصوصي شرکتونو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی ستونزو ته حل لارې ومومي.» په پای کې نوموړي ټینګار وکړ چې د انتنونو اجارې عاید باید پر وخت تحویل شي.
د دې تر څنګ، د خصوصي شرکتونو استازو د اسلامي امارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د امارتي ځمکو پر سر د انتنونو اجارې عاید به ژر تر ژره د امارت بودیجې ته وسپاري.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS