لغمان ولايت ته د اوبولګولو او طبيعي سرچینو د مرستیال سفر  

mail-admin
Sun, Dec 01 2024 11:48 AM
لغمان ولايت ته د اوبولګولو او طبيعي سرچینو د مرستیال سفر  

۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
مولوي باز محمد فيضان، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچینو مرستیال، لغمان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولايت له مرستيال والي مولوي اختر محمد مزمل سره ليدنه او خبرې وکړې.  
په دې ليدنه کې د لرګيو د راټولولو او ضبط، د قاچاق مخنيوي او د ځنګلونو د ساتنې په موضوعاتو بحث وشو. د اوبو لګولو او طبيعي سرچینو مرستیال د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا فرمان د لرګيو د ضبط او د ځنګلونو د پرې کولو د مخنيوي په اړه توضیح کړ او ټينګار يې وکړ، چې ځنګلونه د ملي سرمايې په توګه ساتنې ته اړتيا لري. نوموړي زياته کړه چې د ځنګلونو ساتنه د خلکو او حکومت لپاره يوه شرعي او ملي دنده ده.  
په دې غونډه کې د ځنګلونو رئيس، د لغمان د کرنې رئيس، د افغان کارت امارتي شرکت رئيس، د شنې قطعې قومندان او د ځنګل ساتنې سلاکارانو شتون درلود او په دې برخه کې یې خپل نظرونه وړاندې کړل.  
د لغمان ولايت مرستيال والي مولوي اختر محمد مزمل، په دې ليدنه کې څرګنده کړه، چې د لغمان سيمه‌ييزه اداره به په جديت او بشپړ تعهد سره د ځنګلونو او د هېواد د ملي شتمنيو ساتنه وکړي او په دې برخه کې به اړينه همکاري ترسره کړي.

سفر معین آبیاری و منابع طبیعی به ولایت لغمان
۱۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سفری به ولایت لغمان با مولوی اختر محمد مزمل، معاون این ولایت، دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، موضوعاتی چون جمع‌آوری و ضبط چوب، جلوگیری از قاچاق آن، و حفظ جنگلات مورد بحث قرار گرفت. معین آبیاری و منابع طبیعی، فرمان ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان در خصوص ضبط چوب و جلوگیری از قطع جنگلات را توضیح داد و تأکید کرد که جنگل‌ها به‌عنوان سرمایه ملی نیاز به حفاظت دارند. وی افزود که حفاظت از جنگلات وظیفه شرعی و ملی مردم و حکومت است.
در این مجلس، رئیس جنگلات، رئیس زراعت لغمان، رئیس شرکت امارتی افغان کارت، قوماندان قطعه سبز، و مشاوران جنگلداری نیز حضور داشته و نظرات خود را در این زمینه ارائه کردند.
مولوی اختر محمد مزمل، معاون والی لغمان، در این دیدار اظهار داشت که اداره محلی لغمان با جدیت و تعهد کامل از جنگلات و سرمایه‌های ملی کشور حفاظت خواهد کرد و همکاری‌های لازم را در این زمینه انجام می‌دهد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS