کندهار کې د بې‌کیفیته او تر وخت‌تېرو آفت وژونکو درملو د مخنیوي کمپاین ترسره شو

user-admin
Thu, Nov 21 2024 11:37 AM
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د ژړۍ ولسوالۍ د مالدارۍ مسؤلینو په همکارۍ او د نبات ژغورنې مسلکي کارمندانو له‌خوا په ژړۍ ولسوالۍ او اړوندو سیمو کې د نباتي درملو پلورنځیو څارنه ترسره شوه

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د ژړۍ ولسوالۍ د مالدارۍ مسؤلینو په همکارۍ او د نبات ژغورنې مسلکي کارمندانو له‌خوا په ژړۍ ولسوالۍ او اړوندو سیمو کې د نباتي درملو پلورنځیو څارنه ترسره شوه. د دې کمپاین موخه د بې‌کیفیته او تر وخت‌تېرو آفت وژونکو درملو او کیمیاوي سرو راټولول او د هغو د پلور مخنیوی و.  
د دې څارنې پر مهال ګڼ شمېر تر وخت‌تېر آفت وژونکي درمل او بې‌کیفیته کیمیاوي سره راټوله شوه او د بازار له لارې یې پلور بند شو.  
د نبات ژغورنې مدیریت انجنیر ذبیح الله زیارمل وویل: چې دغه کمپاین د کرنې سکتور د خوندي کولو او د بې‌کیفیته درملو او سرو د خرڅلاو د مخنیوي لپاره ترسره شو. هغه زیاته کړه: چې ټولو پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې په راتلونکي کې دې د بې‌کیفیته او تر وخت‌تېرو درملو له پلور څخه ډډه وکړي.  
زیارمل ټینګار وکړ چې د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب لپاره به دا ډول څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي.  
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د کندهار مالدارۍ آمریت له‌خوا د څارویو د بې‌کیفیته او تر وخت‌تېرو درملو د مخنیوي لپاره هم پراخ کمپاین ترسره شوی و.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS