مومندرې ولسوالۍ کې ۲۰۰ بزګرانو ته ۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

mail-admin
Wed, Nov 20 2024 2:00 PM
مومندرې ولسوالۍ کې ۲۰۰ بزګرانو ته ۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

۳۰ لړم ۱۴۰۳ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر لخوا د مومندرې ولسوالۍ ۲۰۰ بزګرانو ته د کرنیزو وسایلو د اخېستلو په موخه ۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړه.
د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ماشومانو ساتنې دفتر د هر بزګر لپاره ۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړې، تر څو د کرنیزو وسایلو لکه رمبې، لور، لاسي کراچۍ، پنجې، ښاخۍ، بېلچې، درمل شیندلو پمپ، د درملو محافظتي جامې او سطل واخلي.
هغه زیاته کړه، چې د دې مرستو هدف د بزګرانو ملاتړ او د کرنیز تولیداتو ښه والی دی.
یادونه: څو ورځې وړاندې د دې بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو د اخیستلو لپاره هم ۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې وه.
د ماشومانو ساتنې دفتر د پروژې مسؤل انجینر ذبیح الله دولتزي وویل، چې د دې مرستو هدف د کورنیو پر ځان بسیاینه، د خوړو خوندیتوب او د ماشومانو ساتنه له درنو کارونو څخه دی

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS