په درې ختیځو ولایتونو کې د ستروسو ۱۱۳ جریبه بڼونه جوړیږي

content_admin
Sat, Nov 02 2019 1:52 PM
 په درې ختیځو ولایتونو کې د ستروسو ۱۱۳ جریبه بڼونه جوړیږي

۱۱ لړم ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په درې ختیځو ولایتونو «ننګرهار، کونړ او لغمان» کې د ستروسو ۱۱۳ جریبه نوی بڼونه جوړ کړي.
نن په کابل کې، ددغو بڼونو د احداث په موخه د بزګرانو او د کرنې وزارت د چارواکو تر منځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. ددغو ۱۱۳ جریبه جوړېدونکو بڼونو له ډلې ۵۰ جریبه یې د ننګرهار، ۲۴ جریبه یې د کونړ او ۳۹ جریبه یې په لغان ولایت کې جوړیږي. دغه پروژه د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې پلي کیږي. ددغو بڼونو دجوړولو ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
ددغو بڼونو د جوړول په پار ۱۵ زره او ۸۲۰ نیالګي اېښودل کیږي.
ددغو هوکړه لیکونو په لاسلیک غونډه کې، د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې مسوول احمد رفیع رایب وویل: «د ستروسو بڼونه جوړول د بزګرانو د ژوند په بدلون کې مثبت ګام دی، موږ دا کار له ختیځ زون څخه پیل کړ او نورو ولایتونو ته یې هم عځوو. ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۱۹ زره امریکایي ډالرو ته رسیږي. په دغو بڼونو کې د ستروسو د کورنۍ مالټې، نارنج او لیمو شامل دي. دیادو بڼونو د جوړولو موخه د بزګرانو په ژوند کې مثبت بدلون راوستل دی.»
ښاغلی رایب دغه راز وویل، تر سره شوي ارزونې ښیې، چې دغه بڼونه په درېم کال کې دوه چنده او په پنځم او نورو کلونو کې د غنمو په پرتله تر پنځه برابره عاید لري. هغه دغه راز زیاته کړه: «ددې ترڅنګ چې موږ بزګرانو سره مالي مرستې کوو بڼوالو سره د تخنیګي سلا مشورو په برخه کې هم مرسته او همکاري کوو، له تاسو بزګرانو هم زموږ هیله داده، چې په سمه توګه کار وکړي تر څو ځان بساینې ته ورسیږو او له بهره د وارداتو مخه ونیسو.»
احمد رفیع رایب دغه راز وویل، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکې کې د لوګر، کابل او غزنې ولایتونه هم تر پوښښ لاندې راولي او ورته پروژې په کې پلي کړي.
په همدې حال کې د لغمان ولایت یوتن بزګر نور محمد وایي: «موږ د کرنې له وزارت څخه مننه کوو؛ هیله لرو چې د اوبولګولو د شبکو د جوړولو او په نورو برخو کې له موږ سره همکاري وکړي، موږ ژمنه کوو چې خپل کارونه په سمه توګه پر مخ یو سو او د خپلو بڼونو ساتنه وکړو.»
باید وویل شي، چې له بڼوالو سره د دوی د روزنې، ښاخ بری، درمل شېندل، محافظتي جالی او نور اړینو برخو کې هم مرسته کیږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS